تخار: دحکمتیار قوماندان وایي که حکومت مې پرضد اقدام وکړ، له داعش سره بیعت کوم

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۱۷ فرید افغان)
د تخار ولایت د چاه آب ولسوالۍ کې د حزب اسلامي یو زورواکی قوماندان وایي چې که مرکزي حکومت یې د نیولو یا خالي سلاح کولو هڅه وکړه نوموړی به له داعش ډلې سره بیعت وکړي.
په همدې حال کې سیمیزې سرچینې وایي چې بشیر قانت خپلو وسلوالو ته لارښوونه کړې چې په سیمه کې دې ټول ښوونځي وتړي او دسیمې استادان او شاګردان یې ښوونځیو ته په تللو سره ګواښلي دي.
تیره ورځ هم د ښوونځي دوه تنه استادان د ده افرادو د قانت پرضد د لاریون د ترتیبولو په تور نیولي و، چې بیا د سیمیزو سپینګیرو په منځګړیتوب خوشي شول.
په تخار کې د حزب قوماندان داسې مهال د داعش سره دبیعت ګواښ کړی چې د دې ولایت په څنګلوري ولایت جوزجان په دو ولسوالیو درزاب او قوشتپه کې داعشي ملیشو ۲۸ ښوونځي تړلي دي او خلک یې له سختو ننګونو سره مخ کړي.
د یادونې وړ ده چې کابل ته د حکمتیار د راتګ څخه د مخه نوموړي خپلو افرادو ته په یوه لیک کې ویلي و چې که سخته پرې راغله له داعشي ملیشو سره دې بیعت وکړي، چې داخبره څو اونۍ وړاندې عطانور هم حکمتیار ته په یوه وینا کې وکړه او زیاته یې کړه چې حکمتیار د داعش تر قوماندې لاندې مستقیما د کابل په شیعه مساجدو باندې حملې کوي.
د یادونې وړ ده چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې د قانت وسلوالو په یوه جومات کې په لمونځ کونکو ډزې کړې وې چې ګڼو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې وه، تر دې یوه ورځ وړاندې هم د یاد ټوپکسالار ډلې د سیمې یو مخور عالم پدې تور چې ګواکې د قانت پرضد یې لاریون ته تابیا نیوله د لمانځه پرمهال په محراب کې شهید کړ.
حزب اسلامي د خپل قوماندان څخه دفاع کوي او هغه په سیمه کې پیژندل شوې څیره بولي
د شنونکو په آند حکمتیار په شمال کې دوه زوراکي قوماندانان لري چې یو یې میرویس په بغلان کې ده چې د خلکو په ترور او ګڼو جنایي پیښو کې لاس لري او بل یې په جوزجان کې بشیر قانت ده چې د تخار د امنیې قواماندان په وینا بشیر قانت او سله وال یې په سیمه کې پر خلکو ظلم زیاتی کوي چې مخنیوی یې د دوی له وسه تیره خبره ده .
د شنونکو په باور ښایي حکمتیار د دې دواړو زورواکانو په مټ حکومت ته د ۶ میاشتو په موده کې په شمال کې د تامین راوستلو ټټر وهلی وي



