
د افغان کرکټ ۱۹کلنو لوبډله د اسيا جام پايلوبې ته لاره وموندله
(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، لړم ۲۸): د ځوانانو د اسيا جام د سياليو په لړ کې تېره ورځ ناوخته د افغانستان ۱۹کلنو ځوانانو د نيپال ۱۹کلنو لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د اسيا جام پايلوبې ته لاره وموندله.
د لوبې پچه د افغانستان نوولس کلنو ځوانانو ملي لوبډلې وګټله او د توپ اچونې پریکړه يې وکړه.
د نيپال لوبډلې په ۲۸ اورونو کې ټول لوبغاړي وسوځېدل او يواځې ۱۰۳منډې يې جوړې کړې.
د نيپال د نوولس کلنو ځوانانو ملي لوبډلې لپاره انيل شاه په ۵۷ توپونو ۵۰ منډې چې تر ټولو زياتې وې جوړې کړې.
افغان ۱۹کلنو لوبډلې د نيپال ټاکل شوی هدف په ۲۰،۳ اورونو کې پوره کړ او يواځې درې ويکټې يې له لاسه ورکړې، چې سيالې لوبډلې ته يې په ۷ ويکټو ماتې ورکړه.
د افغانستان لوبډلې لپاره تر ټولو ښه توپ اچونه مجيب وکړه، چې په ۱۰ اورونو کې د ۲۸ منډو په جوړولو سره يې د نيپال ۶ مهم لوبغاړي وسوځول.
او افغان لوري ته تر ټولو ښه توپ وهنه رحمت الله ګرباز وکړه، چې په ۶۵ توپونو يې ۹ څلوريزې، دوه شپږيزې ووهلې او ۷۱ منډې يې جوړې کړې.
د ا لومړل ځل دی، چې افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو د آسیايي جام پایلوبې ته لار پیدا کوي.
افغان لوبډلې تر دې وړاندې درې ځل تر نیمه پایلوبې رسیدلی و.
د دغه جام په پایلوبه کې افغانستان له پاکستان سره د روانې میاشتې په ۱۹مه مخامخ کیږي.



