د طالبانو له محبس څخه بهرنيو ځواکونو ۴۱ بنديان وړي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، لړم ۲۸):د هلمند ولايت په نوزاد ولسوالۍ کې بهرنيو ځواکونو د طالبانو په يوه محبس عمليات کړي، چې د طالبانو په وينا ټول يې جنايي بنديان له ځان سره وړي دي.

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي په خپله رسمي ټويټرپاڼه ليکلي، چې بهرنيو ځواکونو د نوزاد په مرکزي سيمه کې د دوی له يوه محبس څخه ۴۱ بنديان چې (په غلاوو، اختطافونو اونورو جرائمو کې لتاړ وو) او دوسيې يې د دوی په محکمو کې تر څېړنو لاندې وي وړي دي.

د يوسف احمدي په خبره، په دغه محبس کې د دولت هيڅ کوم مامور يا نظامي کس شتون درلود او زياتوي چې دغه زندان لپاره دوی چندان ځانګړي امنيتي تدابير نه و نيولي.

سيمه ييزو چارواکو دغه عمليات تاييد کړي او زياتوي چې د طالبانو په يوه زندان د عملياتو پر مهال ګډو ځواکونو د نوزاد له مرکزي سيمې څخه لسګونه بنديان له ځان سره وړي دي. تر دې دمه د دغو بنديانو برخليک نه دی معلوم.

تر اوسه په دې اړه ولايتي چارواکو او يا بهرنيو ځواکونو څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، چې بهرنيو ځواکونو د روان ميلادي کال په مارچ مياشت کې د دغه ولايت د نادعلي ولسوالۍ په چاه ميرزا سيمه کې د طالبانو په يوه زندان چاپه اچولې وه، چې لسګونه کسان يې خوشې کړي و.

خو طالبانو هغه مهال ويلي و، چې ګډو ځواکونو په مخدره موادو د روږدو کسانو د درملنې په يوه مرکز چاپه وهلې او لسګونه پوډريان يې له ځانه سره وړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button