افغان ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې د اسيا کپ اتلولي خپله کړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، لړم ۲۸): د افغانستان د کرکټ ۱۹کلنو لوبډلې د اسيا کپ اتلوليو پايلوبه خپله کړه او پاکستان ته يې تاريخي ماتې ورکړه.

لوبه نن سهار پيل شوه او افغان کرکټ لوبډلې لومړی په توپوهنه پيل وکړ.

افغان لوبډلې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره په پنځوس اوره لوبه کې مقابل لوبډلې ته ۲۴۸ منډې هدف وټاکه.

په افغان لوبغاړو کې اکرام علي خېل تر ټولو زياتې ۱۰۷ منډې وکړې او سليزه يې پوره کړه.

دغه راز رحمن الله ګوربز ۴۰، ابراهيم خدراڼ ۳۶ او درويش رسولي ۱۸ منډې وکړې.

د پاکستان ۱۹ کلنو لوبډلې ټاکلی هدف پوره نه کړ، ماتې يې وخوړه  او د اسيا کپ اتلولي افغان لوبډلې خپله کړه.

په پاکستان کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېلوال او د کرکټ بورډ مسئولينو په دغه بريا خوښي څرګنده کړې.

په دې سياليو کې افغانستان له نيپال سره نيمه پايلوبه وکړه او د هغه هېواد له لوبډلې تر ګټلو وروسته يې پايلوبې ته لاره وموندله.

لومړی ځل دی، چې افغان ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډله د اسيا جام پايلوبې ته وځي او دغه اتلولي ګټي.

د اسيا کپ د سياليو په لړ کې افغا لوبډلې لومړۍ لوبه له پاکستانه وګټله، دويمه يې سريلانکا ته بايلوده او درېيمه يې هم له اماراتو وګټله.

د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک وايي، افغان لوبغاړو د اسيا کپ سياليو ته پوره چمتووالی نيولی و.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button