د وسله والو د بریدونو زیاتوالی او د دفاع وزارت اندېښنه

 سرلیکنه

د تېرو کلونو په نسبت په روان کال کې، پر حکومتي او بهرنیو ځواکونو د طالب وسله والو لخوا بریدونه زیات شوي دي. تراوسه پورې خو د دفاع او د کورنیو چارو وزارتونو پر حکومتي او بهرنیو پوځونو د وسله والو بریدونو پر زیاتوالي اعتراف نه کاوه، خو د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا)، چې په خپل کلني راپور کې په افغانستان کې د تېرو کلونو په پرتله د وسله والو د بریدونو ۱۳ سلنه زیاتوالی او په افغانستان کې د جګړو د زیاتوالي یادونه وکړه، دفاع وزارت پرې سخته اندېښنه وښوده.

په افغانستان کې د اوچا او نورو څارونکو ادارو په راپورونو کې وښوول شوه چې د افغانستان څلوېښت سلنه خاوره د طالبانو په کنټرول کې ده او د بهرنیو پوځونو په ملګرتیا افغان حکومت تراوسه پورې له طالبانو نیولې سیمې په ټول کال کې بېرته ونه نیولې. پر حکومت د افغان ولس بې باوري نوره هم زیاته شوه.

دفاع وزارت تېره ورځ اعتراف وکړ چې د حکومت مخالفینو د تېرو کلونو په نسبت په خپلو بریدونو کې زیاتوالی راوستی، خو له دوې یې نوره خاوره نه ده نیولې. دا پخپله د حکومت په ناکامیو اعتراف دی چې په ټول کال کې له طالب وسله والو د څلوېښت سلنه خاورې، چې د هغوی په لاس کې ده، په بېرته نیولو کې پاتې راغلي یو.

دفاع وزارت له یوې خوا د طالب وسله والو د بریدونو په زیاتوالي اندېښنه ښوولې او له بلې خوا خپل پوځ ته ډاډ ورکوي چې طالبانو د نورو سیمو د کنټرول پلان درلود، په هغه پلان کې کامیاب نه شول؛ خو دا هم مني چې د بریدونو او امنیتي پوځونو په مرګ ژوبله کې زیاتوالی راغلی دی.

تېره میاشت چې په نړیواله کچه د ملګرو ملتونو لخوا په جګړه کې د ښکېلو هېوادونو په اړه کوم راپور خپرېده، افغان حکومت دا هڅه کوله چې د بهرنیو پوځونو په مرسته خپل هېواد له جګړې په وتلو هېوادونو کې وشمېري، خو د طالب وسله والو د بریدونو د زیاتوالي په نسبت افغانستان د ملګرو ملتونو په کلني راپور کې یو ځل بیا په جګړه کې ښکېل هېواد وبلل شو. هغه راپورونه چې ملګرو ملتونو ته رسېدلي دي، یواځې د تېر اکتوبر په میاشت کې پر بهرنیو او افغان پوځونو ۱۶۹ بریدونه او چاودنې شوې دي ځکه خو دفاع وزارت یو ځل بیا د طالب وسله والو د بریدونو په زیاتوالی خپله اندېښنه وښوده.

د دفاع وزارت د اندېښنو تر څنګ، اشرف غني په خواشینۍ سره په ارګ کې جوړې شوې غونډې ته وویل: په هېواد کې د ځمکو د غصب په اړه د عدلیی وزارت له قضایاو سخت ناراضه یم.

 لکه څرنګه چې د دفاع وزارت اندېښنه د طالب وسله والو پر وړاندې د خپلو ناکاميو له امله پر ځای ده، دا رنګه د اشرف غني اندېښنه هم پر ځای ده چې د ده د حکومت له پیله تراوسه پورې له غاصبینو دولتي ځمکي نه دې راګرځول شوې. د معلوماتو له مخې، په هېواد کې نږدې ۱،۳ میلیونه جریبه دولتي ځمکه په حکومت کې شاملو زورواکو غصب کړې ده چې څلور سوه جریبه ځمکه راګرځول شوې ده؛ ځکه خو اشرف غني د عدلیې له وزارته خپل ناراضيت ښکاره کوي.

که دفاع وزارت له خپل ناتوانه پوځ او اشرف غنی له قضایاوو ناراضه دی، ولس له دواړو (حکومته) ناراضه دی. چې په یوه ولایت کې په رڼا ورځ د یوې حقوقي دعوې لپاره ورغلي دوه تنه د دغه ولایت په عدلیی ریاست کې وژل کېږي، له دې حکومته به ولس څه ډول رضا شي؟ بلکې ورځ په ورځ یې ورسره مخالفت زیاتېږي. دفاع وزارت یواځې د امنیتي پوځونو ناکامیو نه، بلکې له حکومته د ولس په نارضایتۍ هم اندېښمن دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button