ټرمپ: شمالي کوريا د نړيوالې ترهګرۍ ملاتړ کوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، لړم ۳۰): امريکا غواړي، شمالي کوريا د نړيوالو ترهګرو هېوادونو په نوملړ کې شامله کړي.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ خپلې کابينې ته د وينا پر مهال وويل، چې د سې شنبې په ورځ به په شمالي کوريا د لا نورو سختو بنديزونو اعلان وکړي او د ترهګرۍ ملاتړو هېوادونو په نوملړ کې به يې ور زياته کړي.

هغه وويل: شمالي کوريا اټومي وسلې توليدوي او د نړيوالې ترهګرۍ ملاتړی هېواد دی.

نوموړي ويلي، چې امريکا بايد د پيونګ يانګ پرضد ډېر مخکې دغه ډول هڅې کړې وې.

شمالي کوریا تر ۲۰۰۹ کال د واشنګټن د “ترهګرۍ ملاتړو” هېوادونو نوملړ کې وه، خو د جورج بوش حکومت له پیونګ یانګ سره د اتومي تړون په چوکاټ کې د اهېواد له دې نوملړ واېست.

د امريکا ولسمشر ټرمپ او د بهرنيو چارو وزير رېکس ټېلرسن ويلي، د ترهګرو هېوادونو له نوملړه د شمالي کوريا د ويستلو چاره بې پايلې وه او زياتوي چې دغې کړنې پيونګ يانګ نور هم زړور کړ، څو اتومي پروګرام پياوړی او توغندويي ازموينو ته دوام ورکړي.

په عين حال کې د جنوبي کوريا استخباراتي چارواکو ويلي، شمالي کوريا به روان کال کې داسې وچه ويشتونکی بالستيکي توغندي جوړ کړي چې امريکا ته ورسېږي.

دوی تېره ورځ د خپل هېواد پارلمان ته په خبرو کې وويل، چې نږدې وخت کې د کومې اتومي ازموينې نښې نه ښکاري، خو په خبره يې چې د دغه هېواد د “بونګي ري” اتومي مرکز هر وخت اتومي ازموينو ته چمتو دی او دوی يې له نږدې څاري.

شمالي کوريا څه موده مخکې ادعا وکړه او ويې ويل: داسې توغندی يې جوړ کړی چې د امريکا څلور ايالتونه په نښه کولی او ويشتلی شي او په پلان کې لري چې راتلونکې کې داسې توغندی جوړ کړي، چې اتومي سرګلولې انتقال او امريکا ته ورسولی شي.

د امريکا او ملګرو ملتونو امنيت شورا د بنديزونو سربيره شمالي کوريا د اتومي وسلو او نويو توغنديو ازموينو ته دوام ورکوي.

په دې وروستيو کې، د کوريا ټاپو وزمه کې د امريکا او پيونګ يانګ تر منځ مخ پر زياتېدونکي کړکيچ مسله دې ته رسولې چې دواړو هېوادونو پر يوبل د اتومي وسلو د استعمال ګواښونه هم کړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button