افغانستان کې د قطر او اماراتو نوی رول او پر ښکېلو غاړو یې اغېزې

نظرمحمد مطمئن

لیکوال او شناند

متحده عربي امارات په منځني ختیځ کې په تېره خلیجي دولتونو کې د امریکا نږدې ملګری او تر پاکستان هم ځان ورته نږدې ګڼي. د امریکا له ‏تګلارو سره کله هم حتی ډیر لږ ټکر نه کوي، دا ډول امارات د سعودي عربستان اعتماد هم په پوره ډول لري. په دې وروستیو کې چې په خلیج کې ‏سعودي عربستان کوم اقدامات کوي، یو لامل یې له سعودي شهزاده محمد بن سلمان سره د اماراتو د شهزاده محمد بن زاید نژدې رابطه ده. ‏

ناټو اعلان د نومبر ۹مه، ۲۰۱۷ ل. کال وکړ چې د قطر او امارات هیوادونه به افغانستان ته د ناټو پوځیانو په ډله کې خپل پوځیان لیږي. د امریکا ‏هڅه دا وه چې مالیزیا، اندونیزیا، نایجر، جزایر او ځینې نور مسلمان هیوادونه لیواله کړي چې افغانستان ته خپل پوځیان ولیږي، تر څو افغانستان ‏کې د بهرنیو خلاف جګړې او د عقیدوي جګړو روحیه په دي کار سره کمزوري شي.‏

امریکا او ناټو ونه توانېدل چې مسلمان هیوادونه د افغانستان جګړه کې راښکېل کړي. امریکا غواړي چې د افغانستان بهرني پوځي شتون کې داسي ‏مسلمان هیوادونه په ځانګړي ډول عرب ممالک ښکېل شي چې افغانانو پخوا ورته ښه عقیده درلودله. کله چې په ۲۰۱۱ کې طالبانو په قطر کې د ‏دفتر له خلاصېدو سره موافقه کوله، د طالبانو پخواني مشر، ملا محمد عمر مجاهد د دفتر د خلاصولو لپاره یو شرط دا ايښی و چې داسې هېواد به ‏وي چې د طالبانو د حکومت پرمهال او له سقوط وروسته یې طالبانو سره بد چلن نه وي کړی. قطر په دې تول برابر وخوت. ‏

که د خلیج عربي هیوادونو خپلمنځي ستونزې دوام وکړي، په ځانګړي ډول د قطر سره د سعودي عربستان، اماراتو، بحرین او مصر ستونزه حل نه ‏شي، له دي موقع به امریکا، روسیه او بریتانیا ګټه پورته کړي، او تر ټولو ډیره ګټه به ایران او اسرایل پکې وکړي، بیا به دا امکان هم وي چې کوم ‏وخت د امریکا په غوښتنه سعودي عربستان هم ومني چې افغانستان ته د ناټو تر قومانده لاندي خپل پوځیان راولیږي. کله چې د تېر جون په ‏پنځمه د سعودي په مشرۍ اماراتو او بحرین له قطر سره پرېکون وکړ، په ملګرو ملتونو کې د امریکا ځانګړې استازې، نیکي هیلي وویل چې اوس موږ ‏ښه فرصت لرو چې قطر ته ووایو څه وکړي او همداراز سعودي عربستان ته هم ووایو چې څه او څه وکړي. د مېرمن هیلي هدف دا و چې له دې ‏کړکېچ سره به سعودي زموږ ملاتړ ته اړتیا ولري او قطر به هم اړ وي چې د بحران د حل لپاره زموږ حمایت ترلاسه کړي؛ نو دواړه لوري امریکا ته اړ ‏دي. ‏

له بلې خوا د قطر پرضد د سعودي اقدام ایران ته بل فرصت په لاس ورکړ. متاسفانه د سعودي له دې اقدام سره ایران په عربي خلیج کې یو قدم نور ‏هم راوړاندې شو. قطر مجبور شو چې ایران او ترکیې ته ډېر رول ورکړي تر څو د سعودي له خوا لګېدلي بندیز څخه بریالی راووځي. ‏

د سړې جګړې په پای کې، په ۱۹۹۱ مارچ کې چې کله صدام حسین پر کوېټ یرغل وکړ، د عراق د ځپلو لپاره امریکا د مسلمانو هیوادو په ګډون لوی ‏ايتلاف جوړ کړ، د هغه وخت د مجاهدینو د موقت حکومت مشر حضرت صبغت الله مجددي و، دوی هم په همدې ایتلاف کې ورسره ګډ شول، له ‏جهادي ګوندونو څخه یې کسان وغوښتل تر څو د امریکا تر مشرۍ لاندي د عراق په ضد جګړه وکړي، ولي حکمتیار ونه منله چې خپل د هغه وخت ‏مجاهدین د امریکا تر قومانده لاندي د عراقیانو په ضد وجنګوي.‏

حکمتیار استدلال کاوو که صدام حسین روسیې ته تمایل لري، او کمونسټي افکار لري، ولي موږ د امریکا تر نظامي قوماندي لاندي افغان مجاهدین ‏د عراقي ولس په ضد نه شو جنګولای، دا بېله مسئله ده چې اوس په افغانستان کې د امریکا ۹ اډې شتون لري، د امریکا او ناټو نږدي تر ۴۰۰۰۰ زیات ‏نظامي پوځیان دلته وجود لري، او ښاغلی حکمتیار د سولې پروسې سره یو ځای، سیاسي فعالیت کوي. یاده دې وي چې ښاغلي حکمتیار د دې پر ‏ځای چې هغه وخت خپل ګوند ناپېیلی ساتلی وای، د صدام حسین لوری ونیو. ‏

په ۲۰۰۹ ز. کال کې زه (لیکوال) حج ته تلم، د کابل هوایي ډګر ته د ننوتلو پر مهال د ترکیې د پوځیانو لخوا هر تلونکي افغان حاجي ته یوه وړه بسته ‏کې (صابون، ږمنځ، مسواک، د غاښو برس، کریم او ځینې نور شیان) ورکول کېدل.‏

حاجیان منظم په یو لوی صف کې روان وو، زما نوبت راورسیدی، هغه ترکي پوځي راته بسته وړاندي کړه، له اخیستلو مې ډډه وکړه، هغه ترکي ‏پوځي وویل چې ټولو حاجیانو واخیستله، دا ستاسي لپاره زموږ ترکي پوځیانو حج ته د تلو لپاره تحفه ده، باید وایې خلي، ومې ویل چې زه نه غواړم ‏ستاسي تحفه واخلم.‏

د همدې ترکي پوځیانو د وړې ډلې مشر راغی، ټول حاجیان انتظار دي، په صف کې شاته ولاړ خلک ګرده انتظار دي، ترکي پوځي قومندان لومړی ‏راته زارۍ وکړي چې باید د دوی دا کوچنۍ تحفه واخلم، ډډه مې وکړه، اخر یې وویل چې موږ مسلمانان یو، د ترکيې هیواد يوځیان یو، ولي زموږ ‏دغه تحفه تاسي نه اخلئ.‏

ما ( لیکوال) ورته وویل، زه پوهیږم چې تاسي ترکیان یاست، مسلمانان یاست، مګر زموږ هیواد ته د ناټو پوځیانو په چتر کې د ناټو تر قوماندي ‏لاندي راغلي یاست، او هغوی مسلمان نه دي، زموږ له ولس سره په جګړه کې ښکېل دي. که څه هم ترکي پوځیان تر اخره مخامخ د افغانانو پر ضد ‏ونه جنګېدل؛ خو د ناټو تر چتر لاندې افغانستان د دوی راتګ په هر صورت د دوی حیثیت تر پوښتنې لاندې راووست. ‏

د افغانستان محدوده طبقه لوستي خلک په خلیج کې د دولتونو ترمنځ پر روان رقابت، د قطر هیواد په سیاسي مجبوریتونو، د متحده عرب اماراتو ‏سره سیالي او ټکر باندي پوهیږي، او کیدای شي قطر به طالبانو ته هم قناعت ورکړی وي، چې د قطر پوځیان یواځي په نمایشي ډول افغانستان ته ‏ځي، په نظامي عملیاتو کې به برخه نه اخلي. قطر رښتیا هم ښايي د دې لپاره دا کار کړی وي چې له دې اقدام سره د امریکا پر وړاندې یو امتیاز ‏واخلي تر څو د خلیج په مسئله کې امریکا د سعودي په ګټه یو لوریز اقدام ونه کړي. ‏

ولي دا پوښتنه هم پيدا کیږي، چې قطر او امارات د امریکا دهغه تګلارې لپاره پُل کیږي کوم چې امریکا غواړي د افغانستان جګړې کې ډیر نور ‏اسلامي هیوادونه هم راښکېل کړي.‏

د معلوماتو له مخې افغان ولس نظر سعودي عربستان او اماراتو ته قطر داسي یو هیواد ګاڼه چې د افغانستان په مسایلو کې بې طرفه دی، او دافغان ‏ولس د سولې او سوکالې لپاره هڅې کوي، مګر د قطر هیواد پوځیان د ناټو په چوکاټ کې افغانستان ته رالیږل به د قطر دغه حیثیت ته صدمه ‏ورسوي.‏

متحده عرب امارات غواړي چې د قطر هیواد پرځای د طالبانو سیاسي دفتر په اماراتو کې وي، او په دي برخه کې امریکا، سعودي عربستان، ‏پاکستان ، اسلامي کانفرنس او دملګرو ملتونو همږغې له ځان سره لري.‏

که څه هم قطر خپله د پوځیانو له کمښت سره مخ دی، د سعودي عربستان د ممکنه برید له امله له ترکیې او امریکا څخه پوځي مرسته غواړي، د ‏ترکیې او امریکا پوځیان یې په خاوره کې میشت دي. که دقطر هیواد نظامي پوځیان د ولوژستیک یا نظامي روزنې برخه کې افغانستان ته راشي، د ‏متحده عرب اماراتو پورته غوښتنې ته به یو ډول قوت ورکړی، ځکه بیا به طالب هغه ادعا نشي کولای، چې قطر د افغانستان مسایلو کې بي طرفه ‏او افغانستان کې د ناټو چوکاټ کې نظامي شتون نه لري.‏

امریکا او افغان حکومت غواړي د ناټو په پرېکنده ماموریت کې د عربي هېوادونو په ځانگړې توگه د قطر او عربي متحده اماراتو د راوستلو له لارې ‏هغه سیاسي اړیکې، چې طالبانو په قطر هېواد کې د خپل نا رسمي دفتر له پرانیستلو وروسته وپاللې او ځینې سیمه اییز او نړیوال هېوادونه يې له ‏خپل اړخه په دې قانع کړل، چې دوی ورته تهدید نه دي، مخه ونیسي، څو په هېواد او سیمه کې امریکايي موخو ته د رسیدو لپاره لار هواره شي.‏

د قطر او متحده عرب اماراتو سيالي به داهم وي چې افغانستان کې د ناټو چوکاټ لاندي د دوی د مرستو او ځینو پروژو له امله نفوذ ولري، ویل ‏کيږي چې د قطر د مرستو او نفوذ مخنیوی د افغان حکومت له لوري کیدی، او د متحده عرب اماراتو د مرستو او پروژو پلې کولو مخکې ایران پلوه ‏افغان چارواکو خنډونه پيداکول.‏

هڅه کېږي، چې له جگړه کوونکو هېوادونو یا ناټو سره د نه جگړییز ملگرتوب له امله قطر او عربي متحده اماراتو ناپیلي حیثیت ته صدمه ورسول ‏شي، ځکه نوموړي هېوادونه توانیدلي دي، په هغو سیمو کې، چې افغان حکومت پرې بشپړ کنټرول نه لري، انساني مرستې وړاندې کړي، د روغتیا، ‏تعلیم، پاکو اوبو رسولو او ماشومانو ته د ښوونې او روزنې مناسب چاپېریال چمتو کولو په برخه کې يې د ملیونونو ډالرو په اندازه مرستې د هېواد په ‏سویلي، سویل ختیځو، شمالي او ختیځو ولایتونو کې وړاندې کړي.‏

د امریکا د حملې په پېل ۲۰۰۱ ز. کال کې هم متحده عرب اماراتو او اردون افغانستان ته د ناټو په چوکاټ کې خپل لږ شمیر پوځیان رالیږلي و، ‏هغوی د لوژستیک په برخه کې ونډه درلودله، چې د اردن د شاهي کورنۍ یو غړی په خوست ولایت کې د سي آی اې د استخباراتې کسانو سره یو ‏ځای د طالبانو په یوه مرګوني برید کې ووژل شو، او د متحده عرب اماراتو یو پوځي په جنوب لویدیځ کې د طالبانو لخوا ژوندی ونیول شو. ‏

که د فشارونو له امله طالبان ومني چې له قطر څخه خپل سیاسي دفتر اماراتو ته انتقال کړي، طالبان به بیا هغه ډول سیاسي ازادي ونه لري کوم چې ‏د قطر هیواد کې یې لري، متحده عرب امارات به د طالبانو ټول کړه وړه کنټرول او بیا به طالبان یو بشپړ کنټرول شوی سیاسي دفتر ولري، چې د ‏دغسي سیاسي دفتر تر درلودو، بیا بیخې نه درلودل او حتی قطر کې هم یو مخیز ډول فعالیت بندول به د دوی په ګټه وي.‏

ډاډه یم چې امریکا به کله هم ونه غواړي چې د طالبانو سیاسي فعالیت په یو مخیز ډول بند شي، طالبانو ته په کار ده چې په دي حساس وخت کې ‏داسي انتخاب ونه کړي چې د افغانستان او ځانګړي ډول سولې اړوند پریکړو کې دوی منحصر او یا خو د ګاونډیو هیوادونو حساسیتونه پیدا کړي.‏

که طالبان د قطر څخه خپل سیاسي دفتر وباسي، متحده عرب امارات او یاکوم بل هیواد ته یې انتقال کوي:‏

‏۱ – کوربه هیواد (قطر) او د قطر ملګري هیوادونه به د طالبانو له ډلې خواشیني شي؛

‏ ۲- ایران چې ګومان کیږي د طالبانو سیاسي ملاتړ کوي، د ایران ملاتړ به له لاسه ورکړي؛ ‏

‏۳ – دا ډول روسیه چې له امریکا سره ستونزې لري، امارات د امریکا نږدې ملګری هیواد ګڼي، روسان به هم د طالبانو اړوند لا زیات حساسیت ‏پيداکړي؛

‏۴ – ترکیه چې په سېمه کې مهم او قوي هیواد دی، د قطر سره ملګرتوب لري، طالبان به د ترکیې ملاتړ هم له لاسه ورکړي؛

‏۵ – پاکستان به په دي خوشاله وی چې طالبان اماراتو ته ګډه وکړي، ځکه د همدې کار امتیاز به بیا هم پاکستان اخلي، داسي ښکاري چې اماراتو ‏کې په ځینو مهمو ادارو کې پاکستاني سلاکاران شته، او په دي ډول به پاکستان وکولای شي چې د امریکا څخه بیا ځل د طالبانو په نوم ګټه تر لاسه ‏کړي.‏

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button