افغانستان کې ۱.۲ ميليونه ماشومان سخت کارونه کوي

راپورتاژ: الماس خدرخېل ——- د ماشومانو د نړيوالې ورځې په رارسېدو سره د افغانستان د کار او ټولنيزو چارو وزارت اعلان کړی، چې په دغه هېواد کې ۱.۲ ميليونه ماشومان سخت او درانده کارونه کوي.

د کار او ټولنيزو چارو وزارت وايي، په وروستيو کلونو کې د هغو ماشومانو شمېره کمه شوې، چې په سختو او شاقه کارونو مشغول دي خو په وينا يې چې لا هم ۱.۲ ميليونه ماشومان د خختو په بټيو، معدنونو، په کروندو او مالدارۍ کې سخت کارونه کوي.

د دغه وزارت وياند عبدالفتا احمدزی وايي، تر اوسه يې ۱۳ زره او ۵۰۰ بې سرپرسته ماشومان په وړکتونو نوکې داخل کړي، څو خپل درسونه ووايي.

د هغه په وينا، په دغه وړکتونونو کې د بهرنيو ژبو زده کړو سربيره نورې حرفوي زده کړې هم ورکول کېږي.

د ټولنيزو چارو وزارت وياند احمدزی زياتوي، په ۱.۲ ميليونه ماشومانو کې ډيری يې هغه دي چې سرپرستان نه لري او د خپلو کورنيو له لوري سختو کارونو ته مجبوريږي.

د افغانستان د اساسي قانون په ۴۹ ماده کې پر ماشومانو د کارکول منع شوي خو بيا هم د هېواد ۱.۲ ميليونه ماشومان په سختو او درنو کارونو کې مشغول دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو په تړون کې هم راغلي، چې حکومتونه باید ماشومان په داسې کارونو ونه ګوماري، چې د هغوی جسم، روزنې او ودې ته زیان ورسوي.

په دومره ډېر شمير ماشومانو د کار کولو لامل په هېواد کې دوامداره فقر او نا امني ښودل شوې، چې ښايي دغه شمېره نوره هم زياته شي.

تر دې مخکې د بشري حقونو نړیوال سازمان هیومن رایټس واچ ويلي و، چې نړيوال بسپنه ورکوونکي، موسسې او حکومت ماشومانو ته هغومره بودجه نه ورکوي، چې هغوی پرې له سختو کارونو خلاص شي.

د شنونکو په باور د امريکا په سلګونو ميليارده ډالرو د ماشومانو د سختو کارونو ستونزې حل نه کړې او زياتوي چې په هېواد کې د ماشومانو د حقونو لپاره لسګونه موسسې فعاليت کوي، خو لا هم د دې ستونزې د حل لپاره کومه دايمي بسټيزه حل لاره نه لري او ورځ تر بلې د نا امنۍ او جګړو له کبله دغه شميره لوړېږي.
په نورو هېوادونو کې چې هلته جګړه نشته او امریکا پکې مداخله نه ده کړې د ماشومانو د سختو کارونو ستونزه کمه ده، خو دلته امریکا یوه نیمه لسیزه کېږي جګړه توده ساتلې او هر کال په دې جګړه کې زرګونه افغانان وژل کېږي او زرګونه یتیم ماشومان ترې پاتې کېږي او د خپلو اقتصادي ستونزو د حل لپاره شاقه او سختو کارونو ته مخه کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button