افغان جگړې ته «پنجابیان» هم راځي!/ خالد روان

افغان حکومت تل وايي، چې د امریکا، ناټو او افغان دولت پر ضد جگړه پنجابیان کوي او د هرې پېښې تر شا د پنجاب لاس گڼي. دا اوازې او تورونه د امریکا له یرغل سره سم پیل شوي او تراوسه روان دي. د امنیتي ادارو د هرې لویې پېښې وروسته وايي، چې دغه پلان د پاکستان په پلاني ځای کې نیول شوی و. ښا چې دومره معلومات لرئ؛ نو ولې مو مخه نه نیوله؟
په ۲۰۱۴ز کال کې ناټو اعلان وکړ، چې نور به یې ځواکونه جگړه نه کوي او یوازې به افغان ځواکونه روزي؛ خو د طالبانو د سختو بریدونو وروسته ناټو او امریکايي عسکر بیا د جگړې لومړۍ کرښې ته راغلل او هوايي بریدونه یې ډېر کړل. ناټو په تېره اکتوبر میاشت کې ۷۵۱بمونه د افغانستان په مختلفو ځایونو غورځولي وو او د روانې میاشتې بمباري به یې د میاشتې پای کې معلومه شي.
د «پنجاب» جگړه ورځ تر بلې غښتلي کېږي او امریکا او ملگري یې حیران دي، چې اوس دې جگړې ته ځواکونه له کوم ځایه راولي. د ناټو عمومي منشي د خیرات ځولۍ غوړولې او د ناټو له غړیو او غیر غړیو هېوادونو ځواکونه غواړي، چې افغانستان ته یې راواستوي.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرگ تېره اوونۍ له اسوشېټېډ پرېس اژانس سره په مرکه کې ویلي وو، چې قطر او عرب متحده امارات به راتلونکي وخت افغانستان ته ځواکونه راولېږي. خو نه یې د ځواکونو د رالېږلو کره نېټه وښوده او نه یې شمېر؛ خو د دغه اعلان وروسته د دفاع وزارت د دغو هېوادونو د نویو ځواکونو د رالېږلو تود هرکلی وکړ.
د خلیج په ډېرو هېوادونو کې ډېری پوځیان پاکستانیان او هندیان دي او د پیسو په بدل کې د عرب شهزاده په خوښه جگړه کوي. د قطر او اماراتو ډېر پوځیان هم د همدغو هېوادونو وگړي دي. که چېرې د ناټو په چوکاټ کې د یادو هېوادونو پوځیان افغانستان ته راشي؛ نو افغانستان به د سیمې د نیابتي جگړې پر ډگر بدل شي؛ ځکه چین او روسیه په افغانستان کې د ناټو، امریکا او د سیمې هېوادونو پوځیان نه غواړي او وېره لري چې جگړه به یوه ورځ د دوی تر پولو ورسېږي.
د امریکا او ناټو پر ضد روانه جگړه د سپېڅلو افغانانو پرمټ روانه ده او په یوازې ځان یې د ټولې نړۍ ځواکونو ته غېږه ورکړې ده.
امریکا او ناټو چې د افغانستان روانه جگړه د ۲۵۰زره پوځیانو پرمټ ونه گټله؛ نو دوی یې هېڅکله د قطر او اماراتو په څو سوه پوځیانو نه شي گټلی.
امریکا ته پکار ده چې نوره د افغانستان جگړه نه غځوي او خپل پوځیان له افغانستانه وباسي؛ ځکه دلته هېڅ افغان بهرنی یرغل نه مني او نه ورته سر ټیټوي.
د گډ حکومت د دواړو شریکانو د واک موده کمه پاتې ده او دوی دې په لوی لاس افغانستان د نړۍ د قدرت مندو هېوادونو د گټو نه قرباني کوي، گنې د تاریخ د څپرکو سترگې د دوی د اوسنۍ ستراتېژۍ څخه ډېرې قوي دي.
د اوسنۍ ستونزې یوازېنی حل د بهرنیو یرغلگرو وتل او دلته د اسلامي نظام قایمیدل دي او بس!



