امريکا: په هرو لسو کې شپږ تنه ښځې په جنسي توګه ځورول شوي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، ليندۍ ۱): د امريکا د کوینیپیک پوهنتون په يوه تازه سروې کې ويل، چې په متحده ايالاتو کې ۶۰ سلنه ښځې په جنسي توګه زورول شوي دي.

د دوی په وينا، دغه ښځې په کارځايونو، دفترونو، کوڅو او په ملاقاتونو کې له جنسي زورونې سره مخ شوي دي.

په دغې سروې کې ۶۹ سلنه امريکايي مېرمنو ويلي چې په کارونو کې ځورول شوي، ۴۳ سلنه يې وايي په ټولنيزو ملاقاتانو، ۴۳ وايي په لارو- کوڅو او ۱۴ فيصده بيا وايي چې په کورونو کې ورسره جنسي زور زياتی شوی دی.

دغه راز په سروې کې ۲۰ فيصده سړي وايي، چې دوی سره هم جنسي زورونې شوي چې ۶۰ سلنه يې وايي په کار ځايونو کې زورول شوي دي.

د کوينيپيک پوهنتون د مشر مرستيال ټم ميلوي وايي، په هرو لسو کې شپږ تنه ښځې په جنسي توګه ځورول شوي او په خبره يې چې دې کار امریکايان سخت اندېمن کړي دي.

دغه سروې چې د نوموړي پوهنتون له لوري ترسره شوې ۸۹ سلنه ګډون کوونکو د جنسي ځورونې مسله جدي بللې

دا په داسې حال کې ده، چې له تيرو څو اوونيو راهيسې په امريکا کې په لوړرتبه نظامي چارواکي، سياستمدران او فلمي اداکاران په جنسي ځورونه تورن شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button