ميدان وردګ: د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې د مدرسې ۲۰ زده کوونکي وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، ليندۍ ۱): د ميدان وردګ ولايت په نرخ ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو عمليات کړي، چې پر مهال يې د مدرسې لسګونه زده کوونکي وژل شوي دي.

دغه عمليات تېره شپه د يادې ولسوالۍ مربوط د عمرخېلو په سيمه کې شوي دي.

د سيمې يو تن اوسېدونکي نصرالله کابل ټکی کام ته وويل، ګډو ځواکونو لومړی د مدرسې زده کوونکو باندې لاسونه او سترګې تړلي، وروسته يې د ديوالونو غاړو ته کينولي او ۲۱ تنه ټول يې په ډزو سره وژلي دي.

هغه زياته کړه، په دغو عملياتو کې ګڼ شمير نور د مدرسې شاګردان ټپيان شوي او څو نور يې له ځان سره وړي دي.

د ميدان وردګو ولايت د رسنيو دفتر عمليات تاييدوي او ويلي يې دي، چې د عمرخيلو او دادل په سيمو کې يې د عملياتو پر مهال شل وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمير درنې او سپکې وسلې د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

د سرچينې په وينا، وژل شوي کسان نن سهار خپلو کورنيو ته سپارل شوي دي.

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، وژل شوي کسان ټول د يوې مدرسې زده کوونکي دي.

ډيری وخت د ګډو ځواکونو په شپنيو عملياتو کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله رسېږي، چې دولتي چارواکي او په هېواد کې ميشت بهرني ځواکونه يې په اړه چوپه خوله پاتېږي او يا يې د طالبانو ليکو ته منسوب کسان بولي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button