پکتیا: اربکیانو په احمدآبا کې د سیمې نوموتی دیني عالم وژلی

(کابل ټکی کام ۱۴۹۶ لیندۍ ۲ فرید افغان)
راپورونه وایي چې، تیره ورځ د پکتیا ولایت د احمدآباد ولسوالۍ اړوند د کامران خیلو سیمه کې نوموتی دیني عالم مولوي حمدالله چې په ‹‹حاجي ملا›› مشهور و د سیمیزو پولیسو ‹‹اربکیانو›› لخوا په مرموز ډول ویشتل شوی دی.
حاجي ملا د پکتیا ولایت د ځدراڼو له قوم سره تړاو درلود چې اوسمهال یې د دې ولایت د احمداباد ولسوالۍ اړوند د کامرانخیلو کلي کي امامت وو.
نوموړی تیره شپه د ماښام له جماعته ورسته د کور په طرف روان وو چي د سیمیزو پولیسو لخوا په مرموز ډول په نښه او ځای پرځای ووژل شو.
د احمدا آبا قومي مشران او د سیمې ځایي خلک وایي چې نوموړي عالم د هیڅ کومې وسلوالې ډلې سره تړاو نه درلوده او یواځې یې د امامت سپیڅلې دنده ترسره کوله او د قوم ستونزو په هواري کې یې رول درلوده.
د پکتیا سیمیزو چارواکو تر اوسه په دې اړوند څه نه دي ویلي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د اربکیانو له خوا د یاد دیني عالم وژنه غندلې او دا یې یو لوی جنایت بللی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ هم ګډوځواکونو په میدان وردګو کې یوه دیني مدرسه باندې چاپه وهلې وه چې تر ۲۰ ډیر د مدرسې شاګردان یې شهیدان کړي و .
دا لمړی ځل نه دی چې په دې ولسوالۍ کې دا ډول یو جنایت ترسره کیږي، تیرکال هم د دیني زدکړو یو طالب او ورپسې یو حافظ القرآن هم په یاده سیمه کې د اربکي وسلوالو لخوا په مرموزه توګه وژل شوي و.
د یادونې وړ ده؛ چې د نوموړي دیني عالم جنازه نن ورځ په عمل د ۲ بجو د احمدآبا ولسوالۍ د رود احمدزیو په سلام خیلو کلي کې آدا کیږي



