د نرخ او هلمند پېښه به وروستۍ وي؟/ هېواد ریان

د اوسني گډ حکومت درې کاله واوښتل؛ خو په تېرو درېیو کلونو کې د امریکا بمباري هم ډېره شوه. گډ حکومت په دویمه ورځ له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړ او افغانان یې امریکا ته لاس تړلي په لاس ورکړل؛ ځکه په امنیتي تړون کې امریکایان د هر ډول محکمې څخه خلاص دي او نه یې امریکايي او نه افغان محکمې محاکمه کولی شي.
د امریکايي او افغان عسکرو چاپې د امریکا د یرغل لومړیو کلونو ته ورگرځېدې او بمباري یې د ۲۰۰۱ز کال د اکتوبر د ۷مې په شان شوه. اوسنی ګډ حکومت خاموش دی. غني په بهرنیو سفرونو کې مصروف دی او کله کله خو د افغانانو سرونه په ککرۍ کې ماتوي او کله کله خو یې سرونه په درد شي.
عبدالله عبدالله هم د تېرې یوې اوونۍ راهیسې امریکا او کاناډا ته په چکر تللی. وزیران د پیسو په ټولولو بوخت دي او چارواکي د ملت وینې زبېښي.
کابینه کې ۱۴ وزیران سرپرستان دي. هر وزیر یې له درې میاشتو کمه موده کې دنده پرېږدي او د غني او عبدالله د خپلمنځي اختلاف قرباني کېږي.
امریکايي او افغان عسکرو په روانه اوونۍ د هلمند شپږ ولسوالۍ بمبار کړې. موسی کلا، نوزاد، سنگین او دېشو کې یې سلگونه ملکیان شهیدان کړل. ارگ د نر غوندې بمبارۍ تایید کړې او د نشهيي توکو کارخانې یې یادې کړې.
د امریکا او افغان لاسپوڅو تازه پېښه پرون په نرخ کې د یوې دیني مدرسې ۳۰ زده کوونکو شهیدانول وو. افغان امنیتي ادارو دغه تنكي گلالي ماشومان د طالبانو قومندانان یاد کړل او په ډېرې بې شرمۍ یې وویل، چې په د میدان وردگو په نرخ کې یې د طالبانو شل قومندانان وژلي.
په ټولنیزو شبکو کې د اتمر درې سوه ډالري معاش خواره چوپه خوله دي او نور موضوعات یې رامیدان ته کړي. دولت وزیري وايي، په سویلي ولایتونو کې یې زر طالبان وژلي، د میدان وردگو په پېښه کې یې خو شمېر سلگونو ته رسېدلی.
دغه حالت په رښتیا هم خواشینونکی دی. دلته د میلیونونو انسانو په سرونو لوبه روانه ده او د امریکايي گټو لپاره هره ورځ لسگونه افغانان خپل ژوند ته د پای ټکی ږدي.
اوسني گډ حکومت د امریکا په تېرو بمباریو هېڅ غبرگون ونښود؛ خو د ټیکساس او په ایران کې د شوې زلزلې په اړه دواړو گډې اعلامیې خپرې کړې. د ملت حافظه دومره کمزوري ده، چې یوه ورځ ورته دغه خاینین اتلان ښکاري؛ خو په سبا یې بیا غندي.



