د کورنیو چارو وزارت د پولیسو لیکو ته د۱۰ زرو ښځو د جذب پلان لري

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ۲ فرید افغان)
د کورنیو چارو وزارت د جلب و جذب عمومي قوماندانۍ استازو تیره ورځ په خوست ولایت کې یوې غونډې ته وویل چې پلان لري دهیواد په کچه ۱۰ زره ښځینه پولیسې امنیتي ادارو ته جذب کړي.
د کورنیو چارو د وزارت له خوا خوست ته د تللي پلاوي مشر غلامحمد راسخ ویلي، چې ښځینه پولیسو ته یې امتیازي معاش او یو لړ نورې ضروري اسانتیاوې هم په پام کې نیولي دي.
پلاوي وویل چې هرې ښځینه پولیسې ته به د کال په پای کې ۵۰ زره افغانۍ امتیازي پیسې او د دندې د تمدید په صورت کې به ۳۰ زره افغانۍ امتیاز ورکول کیږي.
خوست ولایت د ۷۵ ښځینه پولیسو تشکیل لري چې دا مهال یې له ډلې ایله ۱۶ تنه په دندو بوختې دي.
امریکا او نړیواله ټولنه په ټول توان سره هڅه کوي ترڅو په پښتون میشته سیمو کې ښځې دې ته وهڅوي چې د امنیتي ځواکونو په لیکو او همداراز له سړیو سره په ګډ کارکاولو کې لیوالتیا وښیي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې تراوسه د هیواد په کچه ۳۶۰۰ ښځینه پولیسې شتون لري چې پلان لري داشمیره تر ۱۰ زرو پورې لوړه کړي.
پر همدې مهال د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې ترکیې هیواد ته یې د استول شویو ۲۴۳ ښځینه افغان پولیسو روزنه پیل شوې ده او تعلیمي دورې وروسته به په خپل هیواد کې دندو ته ادامه ورکوي.
که څه هم چارواکي د دې پروسې په شفافیت ټینګار کوي خو د سیګار په ګډون د یو شمیر څیړندویه ادارو وروستي راپورونه ښیي چې په دولتي ادارو، د امنیتي ځواکونو په لیکو او آن په روغتونونو کې ښځینې فعالانې له سختو ننګونو،جنسي ځورنو او ګڼو نورو ستونزو سره مخ دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button