د بشري حقونوکمېسيون: په هوايي بريدونو کې ملکي تلفات درې چنده زيات شوي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، ليندۍ ۲): د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د امريکايي ځواکونو په زياتېدونکو هوايي بريدونو اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي، روان کال په هوايي بریدونو کې ملکي تلفات درې چنده زيات شوي دي.

د دغه کمېسيون وياند بلال صديقي رسنيو ته وويل: هغه شمېرې چې د بشري حقونو له خپلواک کمېسيون سره دي، ښيي چې په روان کال کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو کې ملکي تلفات د تېر کال د همدې مودې په پرتله درې چنده زيات شوي دي.

د بشري حقونو کمېسيون په افغانستان کې له نړيوالو ځواکونو غوښتنه کړې، چې د هوايي بریدونو پر مهال له احتياط نه کار واخلي، څو ولسي خلکو ته زيان ونه رسېږي.

څه موده مخکې د جرمني خبري اژانس راپور ورکړی و، چې په افغانستان کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د امريکايي ځواکونو په هوايي بريدونو کې دوه چنده زياتوالی راغلی دی.

د بشري حقونو کمېسيون راپور زياتوي، د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ۴ زره ۸۰۰ او اتيا تنه ولسي وګړي په جګړو کې وژل شوي، چې له جملې يې ۴۶۶ تنه د هوايي بريدونو قربانيان دي، ۲۰۵ کسان وژل شوي او ۲۶۱ نور ټپيان دي. زياتوي چې دغه اندازه د تېر کال په پرتله ۵۲ فيصده زياته شوې ده.

د بشري حقونو د سازمان مرستيال اندرو پارسا ويلي، په هوايي بريدونو کې د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې احتمال زيات دی او په دې سره د عامو خلکو او امريکايي ځواکونو تر منځ واټن لا زياتېدلی شي.

په عين حال کې د دفاع وزارت وياند دولت وزيري وايي، چې ټول هوايي بريدونه د دغه وزارت سره په همغږۍ ترسره کېږي او زياتوي چې دفاع وزارت امريکايي هوايي ځواکونو ته هدفونه په ګوته کوي او هغوی پرې بمبارۍ کوي.

نه يواځې دا چې په هوايي بريدونو کې د ولسي مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې، ورسره د ګډو ځواکونو شپني عمليات هم ډېر شوي چې له دې کبله هم عام خلک په نښه کېږي او وخت ناوخت يې د مرګ ژوبلې راپورونه ورکول کېږي.

د امريکايي ځواکونو وروستي هوايي بريدونه د هلمند ولايت د نيش ولسوالۍ مربوط د بهرامچې په سيمه کې شوي، چارواکي ادعا کوي چې د مخدره موادو توليد ځايونه يې په نښه کړي، خو طالبان او ځايي اوسېدونکي بيا وايي چې په دغو بريدونو کې د عامو خلکو کورونه په نښه شوي او په پايله کې يې لسګونه ملکيان وژل شوي دي.

د شنونکو په باور په وروستيو کې د هوايي بريدونو تلفات هغومره نه دي لکه څومره چې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون ښودلي دي، ځکه په وينا يې چې د دغه کمېسيون غړي هغو سيمو ته تګ راتګ نه کوي کومې سيمې چې د طالبانو تر حاکميت لاندې دي او د امریکايي ځواکونو په بمباريو کې ولسي خلک په نښه شوي دي.

دوی زياتوي، په هوايي بريدونو کې د ملکي تلفاتو شمېره څو چنده لوړه ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button