پروان- کابل: په لويه لاره ترافیکې پېښه کې ۷ تنه مړه شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، ليندۍ ۴) د پروان- کابل په لويه لاره د ترافيکي پېښې له امله ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پروان د ترافيکو مسئولين وايي، پېښه نن غرمه مهال د بګرام ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.

د ترافيکو مدير عبدالکريم وايي، په پېښه کې ۷ تنو ژوند له لاسه ورکړی، چې له ډلې يې درې مېرمنې، درې نارينه او يو ماشوم مړه شوي، دوه کوچنيان او یوه مېرمن ټپيان دي.

پېښه د سراچې او هينو موټر د جنګېدو له کبله شوې ده.

ډير کله هېوادوال په ترافیکي پېښو کې ژوند له لاسه ورکوي، چې د ترافیکو مسوولين او چارواکي يې لامل د موټروانانو بې احتياطي او د سړکونو خرابوالی بولي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button