اسلام اباد: لاريون کوونکو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، ليندۍ ۴) نن هم د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد او د دغه هېواد په يو شمير نورو ښارونو کې د تحريک لبيک يا رسول الله ګوند د غړو لاريونونه روان و.

د دغه ګوند پلويان اعتراض کوي چې د پاکستان د قانون وزير د وکيلانو د لوړې په متن کې د بدلون له کبله دين ته سپکاوی کړی او د وزير زاهد حميد د ګوښه کولو غوښتنه کوي.

خو حکومت وايي، دا د ليکلو غلطي وه چې اوس يې سمه کړې او له اعتراض کوونکو يې غوښتي چې لاريونونه پای ته ورسوي.

دغه لاريونونه وروسته له هغې په تاوتریخوالي بدل شول، چې پوليسو او مليشه ځواکونو په فيض اباد کې د نوموړي ګوند د پلويانو د تحصن خيمو د لرې کولو او له سيمې څخه د هغوی په ويشلو پيل وکړ.

د پاکستاني رسنيو د ورکړل شويو راپورونو پر بنسټ، په پرونيو نښتو کې د يو پوليس په ګډون ۷ تنه وژل شوي، دغه راز له يونیم سلو زيات لاريونوال او نږدې سل پاکساني عسکر ټپيان دي.

د نښتو پر مهال اعتراض کوونکو د پوليسو يو شمير موټر سوځولي دي.

نن د يکشنبې په ورځ هم په اسلام اباد او يو شمير نورو ښارونو لکه کراچۍ، لاهور، پېښور ګوجرانواله کې هم لاريونونه وشول.

خو حکومتي ځواکونو يې ودانيو او نورو ځايونو ته د زيان نه رسولو په موخه مخنيوی وکړ.

په کراچې کې هم د لاريونوالو او پوليسو تر منځ اخ وډب شوی، چې په ترڅ کې يې له ۳۰ ډیر کسان ټپيان شوي او درې موټرې سوځول شوي دي.

په هغه ښارونو کې چې لاريونونه روان دي، ورځنی کاروبار يې ټکنی کړی دی.

د پاکستان حکومت پرون ناوخته د حالاتو د کنترولولو لپاره د پوځ نه د مرستې غوښتنه وکړه، تر نن ماذیګر پورې داسې کوم راپور نه دی ورکول شوی، ګنې پوځ دې په دې اخ وډب کې برخه اخيستې وي.

خو امنیتي سرچينو ويلي، چې پوځ د لاريونوالو پرضد اقدامات نه کوي، يواځې د ځينو حساسو ځايونو د ساتنې په موخه ورغوښتل شوي دي.

د پاکستان په زياتو برخو کې د فسبوک، ټويټر، يوټيوب په ګډون يو شمير خصوصي تلوېزيوني چينلونه د دغه هېواد څارنې ادارې (ېمپرا) په حکم تړل شوي دي.

له پرون راهيسې په ټول پاکستان کې د رېل ګاډو تګ راتګ په ټپه ولاړ دی. دغه راز د اسلام اباد او لاهور تر منځ موټروی هم تړل شوې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button