د کرکټ ملي لوبډله متحده اماراتو ته ورسېده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، ليندۍ ۵) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله تېره شپه د انټرکانټېنېنټل کپ وروستۍ سالۍ د ترسره کولو لپاره متحده عربي اماراتو ته ورسېده.
ټاکل شوې ده، دغه سيالۍ د متحده عربي امارتو د کرکټ له ملي لوبډلې سره د روانې مياشتې له ۲۹ نېټې پيل او د دسمبر تر دويمې به دوام وکړي.
د دغې سيالۍ د ترسره کولو لپاره ۱۷ تنه انتخاب شوي، چې مشري يې اصغر ستانکزی په غاړه لري او نورعلي ځدراڼ، جاويد احمدي، احسان الله جنت، رحمت شاه زرمتی، حشمت الله شهيدي، ناصر جمال، افسر ځاځى، محمد نبي، راشد خان، ظاهر خان، شرف الدين اشرف، دولت ځدراڼ او محمد يمين احمدزى ګډون لري.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د دغو سياليو لپاره يې فريدملک، منير احمد او حمزه هوتک د احتياطي لوبغاړو په توګه غوره کړي دي.
که دغه لوبه افغانستان له اماراتو وګټي او يا مساوي شي نو هم افغان کرکټ لوبډله به د انټرکانټينينټل سياليو اتله شي او کپ به په خپل نوم کړي.



