اذربايجان افغانستان ته نور پوځيان رالېږلي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۲۰) د ورکړل شويو راپورونو پر بنسټ د اذربايجان هېواد له ناټو سره ژمنه کړې وه چې په نوي کال کې به افغانستان کې د خپلو پوځيانو شمېر زيات کړي.
د اذربايجان رسنيو د دغه هېواد د پوځي سرچينو له قوله ليکلي، چې د تېرې سې شنبې په ورځ يې افغانستان ته د اويا تنو پوځيانو يوه ډله استولې ده.
د ورکړل شويو شمېرو له مخې، اذربايجان په افغانستان کې ۹۴ پوځيان لري چې د ناټو د څوڅ ملاتړ په چوکاټ کې دنده ترسره کوي.
خو د اذربايجان دفاع وزارت وايي، په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د زياتولو پرېکړه يې د ناټو د غوښتنې له مخې کړې ده.
تر دې وړاندې
څو مياشتې مخکې د ناټو عمومي منشي سټولټنبر اعلان وکړ، چې د ناټو پنځلس غړو هېوادونو ورسره ژمنه کړې چې افغانستان ته به اضافي سرتيري استوي.
تر دې وړاندې د افغانستان د ولسي جرګې ځينو غړو د بهرنيو ځواکونو له زياتوالي سره مخالفت څرګند کړی و او ويلي يې و چې د ځواکونو شمېر سره د افغانستان کړکيچ لا پراخېدلی شي.
د شنونکو په باور په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو زیاتېدل به ستونزې نورې هم زیاتې کړي.



