برېښنا شرکت: حکومتي ادارې، وکيلان او چارواکي ۱۰،۵ ميليارده افغانۍ پوروړي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۲۰) د برېښنا شرکت مسئولين وايي، چې لا هم ځينې حکومتي ادارې، يو شمېر وکيلان او لوړپوړي چارواکي يې د لس اعشاريه پنځه ميليارده افغانۍ د برېښنا د لګښت له امله پوروړي دي.
د برېښنا شرکت رئيس امان الله غالب په کابل کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال وويل، له څو مياشتو راهيسې په دغه شرکت کې د اداري فساد پر وړاندې جدي مبارزه پيل کړې، خو لا هم په ځينو برخو کې فساد شتون لري.
نوموړي زياته کړه، د نا امنيو او زورواکيو له کبله د دوی کارمندان نه شي کولی چې د پنځلس ولسواليو څخه د برېښنا لګښتونه راټول کړي او په خبره يې چې اوس مهال د کابل ښار په تره خېلو او بيمارو سيمو کې د دوی کارکوونکو ته جدي ګواش شته، هرکله چې ورغلي د زورواکانو له خوا وهل شوي او د ميترونو کتنې او لګولو اجازه نه ده ورکړل شوې.
د غالب په وينا، د ولسمشر د لومړي مرستيال دفتر، د سولې عالي شوار مشر سربېره ځينې حکومتي ادارې، د ملي شورا غړي، لوړپوړي چارواکي لا هم د برېښنا شرکت پوروړي دي، ټول پور لس اعشاريه پنځه ميليارده افغانيو ته رسېږي چې له دې پيسو څخه يواځې دوه اعشاريه پنځه ميليارده راټولې شوي او نورې پاتې دي.
د بریښنا شرکت رئيس ښاغلي غالب د ترکمنستان د بریښنا د پرې کیدو په تړاو وويل: له هغه هېواد سره يې خبرې روانې کړي ښايي د يوې بلې مياشتې لپاره د برېښنا مسله تمديد شي؛ خو زياتوي تر څو چې افغانستان د خپلې اړتيا برېښنا د ترلاسه کولو لپاره له ګاونډيو هېوادونو سره تړلی وي په بېلابېلو دلايلو دغه برېښنا پرې کېدلی شي.
افغانستان د برېښنا لپاره ستر سيندونه او ډېرې اوبه لري، خو تر دې دمه پرې داسې اساسي کار نه دی شوی چې د هېوادوالو د برېښنا مسله د هېواد په داخل کې حل شي، بلکې افغانستان اوس مهال ډیری برېښنا له ګاونډيو هېوادونو ترکمنستان او ازبکستان څخه واردوي.



