سيګار: افغانستان کې د بيا رغونې ۳۰۰ ميليون ډالره بې ځايه لګول شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۲۰) د افغانستان لپاره د امريکايي مرستو او بيا رغونې د سيګار بنسټ په يوه تازه خپاره کړي راپور کې ويلي، د بيا رغونې د يو پروګرام په ترڅ کې سلګونه ميليونه ډالر بې ځايه لګول شوي دي.
په راپور کې راغلي، د «کاروبار او ثبات د عملیاتو د ماموریت» په نوم يو پروګرام ته په ۲۰۱۰ ميلادي کال کې اته سوه درويشت ميليونه ډالره د دې لپاره ورکول شوي و، چې د پوځي عملياتو تر څنګ په اقتصادي او انکشافي برخو کې ولګول شي، خو زياتوي چې د دې پيسو شپږ سوه پنځه اويا ميليونه ډالره يې په داسې پروژو لګول شوي، چې د امنيتي اندېښنو، خرابو طرحو او ګڼو ستونزو له امله په نيمه کې پرېښودل شوي دي.
د سيګار د دفتر مشر سوپکو ويلي د «کاروبار او ثبات د عملیاتو د مأموریت» په نوم دا پروګرام چې د ۲۰۱۰ م کال څخه تر ۲۰۱۴ م کال پورې د امریکا د دفاع وزارت په چوکاټ کې پر مخ وړل کېده، يواځې اويا ميلیونه ډالره په داسې پروژو لګول شوي چې په بشپړه توګه پر معيارونو برابرې دي، دغه راز د دوه سوه شپږ څلوېښت ميليونه ډالرو پروژې يا نيمه کې پرېښودل شوي او يا هم د استفادې وړ نه دي.
راپور زياتوي، د دغې پيسو ۳۹۵ ميليونه ډالره په مستقيمه توګه په پراختيايي پروژو نه دي لګول شوي او په يوه بله خوا بې ځايه مصرف شوي دي.
سيګار وايي، د دري څلوېښت څېړل شويو قراردادونو څخه يې د يو دېرش ميليون ډالرو په ارزښت اووه قراردادونه هغو شرکتونو ته ورکړل شوي، چې د امريکا دفاع وزارت د ( کاروبار او ثبات د عملیاتو د ماموریت) د پروګرام مشران او يا کارکوونکي دي.
د سيګار د راپور له مخې، د ناسمې تګلارې، د پروژو د تطبيق لپاره پوره وخت نه ورکول، سيمه ييزې ستونزې او امنیتي وضعيت په پام کې نه نيول، په قراردادونو کې معيارونه نه مشخص کول، د خراب کار له کبله قرارداديانو سره حساب نه کول، هغه څه دي چې د دغې پروګرام د پيسو ډېره برخه يې ضايع کړې ده.
سيګار زياتوي، د دغې پروګرام چلوونکو د امريکا کانګريس ته وويل چې پروژې يې بشپړې شوي دي، په داسې حال کې چې ډیری پروژې يې نيمګړې پاتې شوې او د سرته رسولو لپاره نورو ادارو ته هم نه دي سپارل شوي.
سيګار په خپل راپور کې ويلي، د امريکا دفاع وزارت هيڅ داسې باوري معلومات نه دي ورکړي، چې څرګنده شي دغې پروګرام څومره خلکو ته کاروبار برابر کړی، يا يې د افغان حکومت عوايد یا صادرات زيات کړي وي، بهرنۍ پانګونې ته يې اسانتيا برابره کړي وي او اقتصاد يې پياوړی کړی وي.
يواځې دا نه چې د سيګار په دې راپور کې د ميليونونو ډالرو د پيسو د ضايع کېدو خبر ورکول کېږي، بلکې تر دې مخکې هم د افغانستان لپاره د بهرنيو مرستو ډیری پيسې شخصي جيبونو ته تللي، په کم کيفیته پروژو مصرف شوي او ميليونونه ډالره يې د کورنيو او بهرنيو ادارو له خوا ضايع شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button