د دوه سرې حکومت څلور ژبې
د دوه سرې حکومت څلور ژبې
سرليکنه
په کابل کې د هر څه قحطي ده. خو په کورنيو او بهرنيو مسايلو د نظرونو څرګندونې پراخې او په هر کور، کوڅه، دفتر او آن په سلمانيو کې د موجوده حکومت په اړه بحثونه روان دي. شخصي تلوېزيونو کې تاوده بحثونه دومره تاوده نه دي لکه د واورين ژمې په ګرمو سلمانيو کې چې تاوده شوي دي.
د کابل ښار او ولاياتو په يادو ځايونو کې تر ټولو زيات تاوده بحثونو له وزارتونو په کورونو کې ډېر ګرم وي. د حامد ګيلاني په وينا ډول ډول نظرونو تازه بحثونه تاوده کړي دي. ترهغې به دا تاوده بحثونه روان وي څو نوې تر دې د زيات اختلاف موضوع او بحث نه وي رامنځته شوى.
حامد ګيلانې په خپله وينا کې ويلي و چې په افغانستان کې طالبان نه شته. همدا جمله وه چې په لويه جرګه او ملي امنيت کې یې غوغا جوړه کړه. د ملي محاذ ګوند مشر سید حامد ګېلاني د تيرې شنبې په ورځ، په کابل کې د خپلو پلویانو په یوې غونډه کې ادعا وکړه چې د وسله والو طالبانو د مشرتابه پلاوي اکثریت غړي په افغانستان کې دي او له بل هر وخت زیات اوس د سولې د خبرو اترو لپاره فرصت برابر شوی دی. د دې وينا په غبرګون کې ولسي جرګې وويل: په داسې حساسو شرایطو کې دا ډول څرګندونې د افغانستان له موقف سره په ټکر او د افغانستان د موقف خلاف دي.
دویمه ژبه ملي امنيت دى. ملي امنيت د حامد ګيلاني وينا د غيرمسئولانه بللو تر څنګ وغندله.
درېیمه د سولې د شورا ژبه ده، چې د حامد ګيلاني له وينا سره یې هيڅ مخالفت نه درلود. د حامد ګيلانې په وينا کې له دې جملو سره د سولې شورا موافقه ده چې ويلي یې و: (د بین الافغاني سولې لپاره د مخورو قومي مشرانو او دیني عالمانو یو ترکیبي کمیسیون جوړوو.)
حامد ګيلاني په خپله ويناکې داهم ويلي و: (اکثره طالب مشران په افغانستان کې اوسي او هغوی غواړي چې سوله وکړي).
څلورمه په حکومت کې پر لوړو پوستونو د قابضو سياسيونو ژبه ده چې په رسنيو کې پرې بحثونه کوي. وايي چې افغانستان ته سوله راوستل د يوه سالم ميکانيزم په وسيله کېداى شي چې متاسفانه تر اوسه نه يو بريالي شوي.
اوس مهال په افغانستان کې د دوه سري حکومت څلور ژبې چلېږي، چې د هرې ژبې خاوند خپله ژبه غوره بولي. خو حالاتو ته چې ګورو، په څلورو ژبو کې يوه هم داسې ژبه ونه ليدل شوه چې هغه دې د ولس په خير او د سولې لپاره رښتینې وينا وکړي.




