سویډن: په تیرو لسو کلونو کې تر یومیلیون زیاتو خلکو کلیساګانې پریښې

د دې هیواد عیسویانو په یوه اعتراضي غونډه کې ویلي چې مشر یې اسلام ته مایل شوی او د مسلمانانو د لوی مقتدا حضرت محمد صلی الله علیه وسلم صفتونه او د هغه کارنامې بیانوي او د خپلو کلیساګانو غم نه خوري.

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۲۹ فرید افغان)

د سویډن په هیواد کې د کلیساګانو او عیسوي عبادت ځایونو محبوبیت ورځ تر بلې پیکه کیږي او خلک یې له ورتګ څخه ډډه کوي.
د اناضول خبري اژانس د خبر تر مخه؛ به تیرو لسو کلونو کې عیسوي عبادت خونو ته د ورتلونکو مراجعینو شمیر تر یو میلیون کسانو ډیر کم شوی دی.
د سویډن هیواد دولتي تلویزیون تیره ورځ په یوه راپور کې وویل؛ ډیری کلیساګانې د اقتصادي مشکلاتو له امله تړل شوې چې خلک ورسره هغه ډول مرسته نه کوي چې په خوا یې ورسره درلوده.
همداراز دسلګونو کلیساګانو ودانۍ، دکانونو،کورونو او نورو چارو ته ځانګړې شوې او ورځ تربلې په یاد هیواد کې د کلیساګانو مراجعین کمبود کوي.
د دې راپور تر خپریدو وروسته د سویدن ګڼو مسیحیانو د د کلیساګانو په راتلونکي اندیښنه څرګنده کړې او ددې انزوا پړه یې دکلیساګانو پر مذهبي مشر “انچه یاکلین” ورغورځولې ده.
د دې هیواد عیسویانو په یوه اعتراضي غونډه کې ویلي چې مشر یې اسلام ته مایل شوی او د مسلمانانو د لوی مقتدا حضرت محمد صلی الله علیه وسلم صفتونه او د هغه کارنامې بیانوي او د خپلو کلیساګانو غم نه خوري.
د دې هیواد د عیسویانو مشر “انچه یاکلین” په باور د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دین اوس هم د سولې،عدالت او نیکمرغۍ زندګي دین ده او په وینا یې چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم هیڅ هم له ځانه نه دي ویلي او ټول رښتیا دي.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې یوې څیړنې ښوودلې چې په اروپا کې به په راتلونکو څو کلونو کې اسلام تر ټولو مخکښ دین وي .
باید وویل شي چې څو اونۍ وړاندې په جرمني کې هم د کلیسا یو مشر او د اسلام ضده ګوند مخکښ سرلاری هم د اسلام په مبارک دین مشرف شوی و.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button