دمشرانو جرګې مرستیال: په حکومت کې دننه د ارګ د مخالفینو پر ضد باید پوځي عملیات وشي

که حکومت په دې برخه کې جدي چلند ونه کړي، نو ښایي په راتلونکي کې نور چارواکي هم د حکومت د پرېکړو پر وړاندې ورته چلند وکړي.

(کابل تکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۳۰ فرید افغان)

د مشرانو جرګې دوهم مرستیال رسنیو ته ویلي چې حکومت دې د هغو کسان پرضد هم عملیات وکړي چې یواځې دخبرو له لارې سیاسي مخالفت لري.
محمد اصف صدیقي د ازادۍ رادیو ته ویلي چې د ارګ مخالفین باغیان دي او باید وځپل شي.
له دې سره سره چې ګډحکومت د جانکري په منځګړتوب د یوې موافقتنامې ترمخه رامنځته شوی چې دواړه لوري نیم په نیمه واکونه لري او مخالفین هم د خپلو حقوقو غوښتونکي دي خو نوموړی بیا د هغوی ونډه غیر قانوني بولي او زیاتوي چې که حکومت په دې برخه کې جدي چلند ونه کړي، نو ښایي په راتلونکي کې نور چارواکي هم د حکومت د پرېکړو پر وړاندې ورته چلند وکړي.
دا په داسې حال مې ده چې تیره ورځ دسمنګانو والي عبدالکریم خدام د ارګ له خوا د لرې کولو پریکړه ناسمه وبلله او هغه یې رد کړه، چې په تعقیب یې نن دحکومت شریک واکمن ګوند (جمعیت اسلامي)هم د نوموړي ملاتړ اعلان کړ.
تر دې وړاندې هم ارګ د بلخ له والي سره د نوموړي په لرې کولو دوه میاشتې پرلپسې چنې ووهلې او لا هم نه دی بریالی شوی چې نوموړی له واکه وپرزوي.
باید وویل شي چې د سیمیزو ارګانونو خپلواکې ادارې هم ویلي چې له مخالفتونو سره سره به سبا د سمنګانو ولایت ته نوی والي ورمعرفي کوي، خو د هغه ولایت د والي ویاند بیا ګواښ کړی چې که حکومت پوځي مداخله وکړه له سخت غبرګون سره به مخ شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button