راپورتاژ: الماس خدرخېل —– د ملي يووالي حکومت خپل منځي اختلافات د هرې ورځې په تېرېدو زياتېږي او تر دې بريده رسېدلي چې ټآکل شوي واليان او ځینې امنيتي مسئولينو د حکومت او قانون ماتولو ته بډې وهلي او ښايې همدا لامل ګډ حکومت د سقوط تر بريده ورسوي.
د شنونکو او سياستوالو په باور، ولسمشر غني د انتخاباتي منډو ترړو پر مهال له خلکو سره خورا ډېرې ژمنې کړي او اوس يې پرې عمل نه دی کړی چې په خلکو کې يې خپل باور له لاسه ورکړی او که د راتلونکو انتخاباتو او روان سياسي، امنيتي او خپلسري وضعيت ته د حل لاره پيدا نه شي ښايي افغانستان د بحران طرف ولاړ شي.
په داسې حال کې په حکومت کې د خپلمنځي اختلافاتو د زياتېدو راپورونه ورکول کېږي چې تازه د سمنګان ليرې کړای شوي والي عبدالکريم خدام ويلي، چې له خپلې دندې لاس نه اخلي او د ولسمشر فيصله نه مني.
نوموړي ويلي، د ولسمشر له لوري د ده د ليرې کېدو فيصله غير عادلانه ده او نه يې مني، زياتوي چې په دې اړه د جمعيت ګوند د مشرتابه پريکړې ته انتظار کوي.
د خدام له يادو څرګندونو وروسته د دغې ولايت ګوښه شوي مرستيال والي ضياء الدين ضيا هم ويلي چې د ولسمشر فيصله نه مني زياتوي چې هيڅوک دا توان نه لري چې د سمنګانو د خلکو پر وړاندې له زور کار واخلي.
د ضياء په خبره، ولسمشرۍ ماڼۍ يو طرفه پريکړې کوي او په ارګ کې ځانګړې کړۍ غواړي چې د خلکو راتلونکی په خپل لاس کې واخلي.
هغه په يوه ويډيو خبري غونډه کې رسنيو ته وويل: چې دی له حکومت سره د جمعيت ګوند د يوې هوکړې پر اساس د ترکمن قوم له لوري والي ټاکل شوی او حکومت يې د لرې کولو صلاحيت نه لري.
له دې مخکې د بلخ لانجمن والي عطامحمد نور هم د ولسمشر فيصله ونه منله او د دوو مياشتو په تېرېدو لا هم د دغې ولايت د والي په توګه خپله دنده پر مخ وړي.
يواځې دا نه چې د بلخ والي د ارګ پريکړه نه مني، بلکې د کابل ادارې پر وړاندې ګواښونه کوي او وايي که مرکزي حکومت يې لاسليک ونه مني، دی به د دغې ولايت د مامورينو معاشونه د حيرتان بندر له عوايدو ورکړي چې دا د کابل او بلخ تر منځ د ژورو اختلافاتو يوه بیلګه ده.
نوموړي، راتلونکو څو ورځو کې په کابل کې د يوه لوی لاريون خبرداری هم ورکړی او زياتوي چې هيڅوک يې مخه نه شي نيولی زياتوي چې (له زرګونو موټرو او موټر سایکلو سره به کابل ته لاړ شي او وبه ښيي چې د خپل حق د دفاع توان لري.)
دغه راز څه موده مخکې، د کندهار د امنيې قومندان جنرال رازق هم د حکومت د فيصلې نه منلو ګواښ وکړ او زياته يې کړه چې د کابل امر ورباندې اثر نه کوي د (کندهار خلک به په دنده د ده د پاتې کېدو او ګوښه کېدو پريکړه کوي).
سربيره پر دې، د اجرائيه ریاست او ولسمشر تر منځ په برېښنايي پېژندپاڼو کې د افغان کلمې ذکر کولو پر سر اختلافاتو زور اخيستی دی.
د برېښنايي پېژندپاڼو د ځنډ لاملونه ښايي ډېر وي خو یو ستر لامل يې په پېژندپاڼه کې د افغان او قوم لیکل دي.
تېره يک شنبه ولسمشر غني او مېرمن يې د بايومټرک تذکيرو د ويشلو لړۍ په پيل کې خپل نومونه ثبت کړل خو د ولسمشر له دغې پريکړې سره ځينو وزيرانو، سياسي مشرانو، جمعيت ګوند او د اجرائيه رياست مشر عبدالله عبدالله مخالفت وښود او غوښتنه يې وکړه چې بايد پر دغې مسلې بحث وشي او يوې عمومي موافقې وروسته دې دغه لړۍ پيل شي.
دغه راز د ښې حکومتولۍ په چارو کې د ولسمشر غني پخواني سلاکار احمد ضيا مسعود هم د برېښنايي تذکيرو له ويش سره مخالفت څرګند کړی او خبرداری يې ورکړ، چې د برېښنايي پېژندپاڼو وېش به د خلکو تر منځ د تاوتريخوالي او جګړو لامل شي.
همدارنګه د اجرائيه رياست دوهم مرستيال محمد محقق د برېښنايي تذکيرو د ويش په اړه غبرګون ښودلی او خبرداری يې ورکړی، چې ولسمشرۍ ماڼۍ دې د خلکو د زغم امتحان نه اخلي او د تذکيرو د ويش لړۍ دې ودروي، کنه دغه ستونزه به روان وضعيت نور هم کړکيچن کړي.
د هېواد د روان وضعيت په اړه د پخواني ولسمشر لومړي مرستيال محمد يونس قانوني په حکومت نيوکه کوي وايي، د راتلونکو ټاکنو پر وړاندې په خپله حکومت خنډونه راولاړوي او په خبره يې چې د روان وضعيت دوام د افغانستان لپاره خطرناک دی.
د یادونې وړ ده چې د ګډ حکومت د مسوولينو تر منځ اختلافات او لانجې له لومړي سره پيل شوي، خو ښايي دغه اختلافات يې د سقوط تر حده ورسوي.
د چارو شنونکي بيا د دې ټولو ستونزو لامل د مرکزي حکومت کمزوري بولي او ټينګار کوي چې حکومت بايد د خپل حاکميت د ثابتولو لپاره د ټولو هغو چارواکو پر وړاندې ځواک وکاروي چې دغسې سرغړونې کوي.
سياسي شنونکی نظيم سمون وايي، د ملي حاکميت د کمزورۍ پر مهال سيمه ييز چارواکي او جنګسالارن زورواکيو ته مخه کوي او حکومت له جلنج سره مخ کوي لکه اوسنی وضعيت “د دې لپاره چې ثابته شي حکومت ملي حاکميت لري، نو بايد د دغو خپلسرو چارواکو پر وړاندې د مشروع قوې له استعماله کار واخلي”.
د هغه په وينا، که سيمه ييز چارواکي لا ډېرې خپلسرۍ ته پرېښودل شي نو د کابل حکومت له امر نه سرغړونه به په دود بدله شي چې د هېواد لپاره به خورا بدې پايلې ولري.

















