پر جمعيت د ارګ دویم ډز

سرليکنه

ارګ تراوسه د بلخ له ولايتي څوکۍ د ګوښه کړي والي، عطا محمد نور، د پورته کولو توان نه دی پيدا کړی چې د پنځو واليانو په تبديلۍ کې یې د سمنګان والي، عبدالکريم خدام، تبديل نه، بلکې د ځونډي ګل زماني په څېر یې کورته لېږلی دی. په بله مانا، له دندې یې ګوښه کړی دى.

اوس د ارګ لخوا د جمعيت د ګوند بل غړى، د سمنګان والي، هم ګوښه کړل شو. که یې تبديل کړی واى، شايد خدام د ارګ پر خلاف د مخالفت او په ولايتي څوکۍ د پاتې کېدا غږ نه واى پورته کړى. خو دا چې ګوښه کړل شوی دى، د بلخ د والي عطا محمد نور په څېر یې ځان د ولايت پر څوکۍ پورې سريښ کړ.

تر اوسه پورې د جمعيت ګوند د بلخ د پخواني والي، عطا محمد نور، په اړه د ارګ په پرېکړه تصميم نه دى نيولى. که د جمعيت ګوند په خپلو کې څه سره غوټه کړي وي، مطبوعاتو ته نه دې راوتلي، ځکه عطا محمد نور له دوه مياشتو ځنډ وروسته بيا په بلخ کې د ولايت چارې پیل کړې او د ارګ لخوا نوي ټاکل شوي والي، داؤد، ته یې د کار اجازه ورنکړه.

د بلخ ولايت له څوکۍ د عطا محمد نور ګوښه کېدا د ارګ او جمعيت تر منځ ناندرۍ رابرسېره کړې، او آن امريکايي چارواکي، جان باس، هم د ارګ په پلوۍ مداخله پکې وکړه، ویې ويل چې بايد دا ستونزه د قانون له مخې (د ارګ پرېکړه) ومنل شي. خو نور تراوسه د جمعيت په ټينګار لا د بلخ والي دى.

د سمنګان ولايت له څوکۍ د خدام ګوښه کول پر جمعيت د بې واکۍ د ارګ، دویم ډز دى چې ویې وکړ. خو جمعيت تراوسه لا پر ارګ د خپلو پرېکړو خوله نه ده ورسمه کړې، يواځې د عطا نور په خوله اکتفا کوي: کله چې ارګ د نور پر خلاف سل لفظي ډزې وکړي، نور یې په يوه  ډز ځواب ووايي، بيا ارګ د جګړې د تاکتيک له مخې غلی وي. تېره ورځ ارګ له يو څه ځند وروسته د خدام په ګوښه کولو دویم ډز وکړ.

دا به وروسته څرګنده شي چې په رښتيا د سمنګان ترکمنان د خدام پاتې کېدل غواړي او که عطا نور ورته پر څوکۍ د سرېښ کېدو وينا کړې ده. که پر جمعيت د ارګ دویم ډز هم پوچ شي، نور او خدام ښکار نه کړي، بيا خو ارګ ته هيڅ نه دي ورپاتې؛ يواځې د فرمانونو په ډزو نامشروع حکومت ته هم دوام نه شي ورکولاى.

تېره ورځ د جمهوري رياست پخواني معاون، يونس قانوني، په کابل کې ويلي چې د بلخ د والي غوښتنې په عدالت ولاړې دي، ”بايد ارګ ورته پاملرنه وکړي، ستونزه په سوله ييزه توګه حل کړي، که پاملرنه ونه کړي، هېواد به د يوه بل بحران په لوري روان شي او يوه انقلاب ته به زمينه برابره کړي. “

د قانوني، چې د بلخ د والي دريځ د افغان ولس حق بولي، له خبرو دا څرګندېږي چې جمعيت د ارګ د دویم ډز په مقابل کې انقلابي ډزو ته ځان آماده کوي.

دا مهال د جمعيت ګوند په دې اړه د خپل ګوند پله، په حکومت کې د يو شمېر کسانو په پلوۍ درنوي څو له ارګ سره د زورازمايۍ په ميدان کې خپل زور ارګ ته ښکاره کړي.

 د جمعيت او ارګ او هم پخپله په ارګ کې اختلافات اوج ته رسېدلي دي. که د جمعيت او ارګ ترمنځ ستونزه په نږدې راتلونکې کې حل نه کړل شوه، داسې نښانې ليدل شوې چې امريکا به په افغانستان کې د نظام د بدلون په اړه بل نوی تصميم ونيسي، چې بیا به هم ارګ او هم جمعيت پر خپلو کړنو پښېمانه وي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button