په ولسي جرګه کې د پرونۍ شخړې د څيړنې د غوښتنې ترڅنګ د اداري مجلس ټاکنې بیا دوهم پړوا ته لاړې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۲۳ فرید افغان)

د ولسي جرګې د مرستيالۍ په خاطر د همایون همایون له کامیابۍ او ترې وروسته شخړې یې چې د ډزو په تبادلې پای ته ورسیدې د ولسي جرګې ننۍ ناندريزه موضوع وه.
تیره ورځ د خوست استازی او د عطانور نږدې متحد همایون همایون د رایو په اکثریت سره د ولسي جرګې لومړی مرستيال وټاکل شو، د نوموړي لوی رقيب او د اشرف غني نږدې متحد د لوګر استازی نذیر احمدزي ونه شوای کولای چې دا څوکۍ ترلاسه کړي.
د پایلو تر اعلان وروسته د احمدزي ساتونکو د همایون ساتونکو ته بدې ردې او ښکنځل وکړل او خبره تر ډزو ورسیده.
د ولسي جرګې وکیل الله ګل مجاهد وویل؛ د ولسي جرګې په تالار کې چې هر ډول نظامي فعالیت پکې ممنوعه دي او کامل امنیتي احضارات هم نیول شوي و، د دواړو وکیلانو ساتونکو ۲۰۰۰ فیره هوایي مرمۍ وکارولې چې کاملاً د جرګې له ټولو اصولو او مقرراتو سرغړونه ده.
د پکتیا استازي ګل پاچا مجیدي بیا له دواړو وکیلانو وغوښتل چې د وکیلانو له ویرولو دې ډډه وکړي او په وینا یې چې د جرګې دننه باید هیڅ وکیل خپل نظامي ګارډ ته د ثقیله اسلحو د وړلو اجازه ورنه کړي.
په همدې حال کې همایون همایون وویل؛ چې د نوموړي د کامیابۍ پرمهال لومړی د نذیر احمدزي کسانو د ده ساتونکو ته ښکنځل وکړل او بیا یې له قصده هوایي ډزې وکړې.
نوموړی وویل؛ څارنوالي او تول عدلي ارګانونه دې د ډزو له عاملينوله سره قانوني چلند وکړي.
خو نذیر احمدزي بیا د همایون پر ساتونکو تور لګاو چې لومړی یې ډزې کړې او ګواښ یې وکړ چې که قانوني ارګانونه دا موضوع تعقیب نه کړه په خپله به یې څیړنه وکړي.
همایون له قضایي ارګانونو وغوښتل چې د ولسي جرګې امنیتي کمرې دې په دقت وڅاري بیا دې پریکړه وکړي.
بل پلو نن د دې جرګې دریمه ورځ وه او د اداري هیئټ په ټاکلو کې بیا هم پاتې راغلل.
نن ددې جرګې د دوهم نایب څوکۍ ته درۍ تنه امیرخان یار، اکبراستانکزی، نعمت الله غفاري او دلاور ایماق
کاندیدان و، چې ستانکزي او غفاری په ترتیب سره ۸۶ او ۶۰ رایې ترلاسه کړې او دواړه دوهم پړاو ته لاړل.
همداراز د جرګې د منشي توب د ترلاسه کولو په خاطر هم درۍ تنه نوماندان و، صالح محمد سلجوقیي، نواب منګل او هیلۍ ارشاد چې دوهم پړاو ته ترط سلجوقي او هیلۍ لاړل.

سبا ورځ به د څلورم ځل لپاره د ولسي جرګې د اداري مجلس ټاکنې بیا ترسره کیږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button