سه شنبه, اپریل 21, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

۶زره ورځې جگړه؛ د امریکا بریا که ماتې؟/ هېواد ریان

محمد عابد نشرونکی: محمد عابد
مارچ 12, 2018
کټګوریانې: تبصرې
0
978
ځلې شریک شوی
86
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

پر افغانستان د امریکا د یرغل اوولس کاله پوره شول او نن د دغه یرغل ۶زره ورځې ووتې. په تېرو اوولس کلونو کې په افغانستان کې د امریکا او ناټو ۱۵۰ زره عسکرو جگړه وکړه؛ خو تر ۲۰۱۴ز کال پورې امریکا کومه ښکاره لاسته راوړنه نه لرله.

د امریکا په تاریخ کې د افغانستان جگړه تر ټولو اوږده جگړه بلل شوې، چې د نړۍ له نیمايي ډېرو هېوادونو یې ملاتړ کړی و او خپل ځواکونه یې د امریکایانو مرستې ته راستولي وو.

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

لا هم په افغانستان کې د امریکا او ناټو زرگونه عسکر پراته دي. هوايي بمباري، چاپې، د افغان عسکرو روزنه او د بې پېلوټه الوتکې بریدونه همدغه بهرني عسکر تنظیموي.
دوی افغان عسکرو ته مشورې ورکوي، په پوځي اډو کې پلانونه نیسي؛ خو نه جگړه کې بریالي کېږي او نه په خپله ماتې اعتراف کوي.
نړیوالې شمېرې ښيي، چې له ۲۰۰۱نه تر ۲۰۱۶ز کلونو ترمنځ د افغانستان په جگړه کې ۱۱۱۰۰۰تنه په وژل شوي. په وژل شویو کې ۳۱۰۰۰ ملکي وگړي، ۳۰۰۰۰ افغان پوځیان، ۶۰۰۰زره امریکايي پوځیان او قراردادیان، ۱۱۰۰ د ناټو پوځیان، ۴۲۰۰۰ طالبان او سلگونه نور وژل شوي دي. کېدای شي دغه شمېرې سمې نه وي؛ ځکه امریکا، ناټو او افغان حکومت د تلفاتو شمېرې سمې نه ښيي او آن کله کله پرې چوپ پاتې کېږي.

د افغانستان په جگړه کې د هغو امریکایانو شمېرې نه ښودل کېږي، چې په افغانستان کې ټپیان شوي، رواني ناروغان شوي، د بدن غړي یې له لاسه ورکړي، ځان‌وژنې یې کړي او یا هم تري تم شوي دي.په تېرو ۱۷ کلونو کې ۴۲زره امریکایان ټپیان شوي او زرگونه نور په رواني ناروغیو ککړ شوي، چې ډېری یې له افغانستانه ستانه شوي عسکر دي.

لا هم د دې خونړۍ جگړې د پای څرک نه معلومېږي او نه د ۲۰۱۶ نه تر ننه پورې د وژل شویو شمېره روښانه شوې ده.

امریکا ادعا کوي چې په تېرو ۱۷ کلونو کې یې په افغانستان کې یو ټرېلیون ډالر لگولي؛ خو لا هم له نیمايي ډېر افغانان د غربت تر سرې کرښې لاندې ژوندي کوي، کلنی عاید آن زرو افغانیو ته نه رسېږي، بې کاري اوج کې ده، افغانستان په نړۍ کې د اداري فساد له مخې پنځم هېواد دی، زرگونه افغانان اروپا ته کډه شوي، ښوونیز نظام مو ورځ تر بلې راټیټېږي او د حکومت ډول مو په نړۍ کې بې جوړې دی.

نه امریکا په خپلو ژمنو کې بریالۍ شوه، نه افغان حکومت خپلې ژمنې پوره کړې او نه یې روانې جگړې ته یو سوله ییز حل پیدا کړ.

امریکا د افغانستان جگړه د القاعدې د ځپلو په نامه پیل کړه. دلته یې یو سوله‌ییز نظام له پښو وغورځاوه، امنیت یې خراب کړ، جگړه یې تر هر کوره ورسوله؛ خو نه القاعده ختمه شوه، نه طالبان کمزوري شول، نه د دوی په اصطلاح «ترهگر» له منځه یوړل شول او باالاخره هر څه سرچپه روان دي.

نه خلک په گيډه ماړه شول، نه یې ژوند کې بدلون راغی، نه یې سر خوندي شو، نه یې ژوند، بلکې ورځ تر بلې خلک د امریکا د دې پلېتې جگړې له امله ځورېږي.
امریکا لا هم حاضره نه ده چې له طالبانو سره د سولې خبرې وکړي. یا له افغانستانه د وتلو نېټه اعلان کړي او روانې جگړې ته د پای ټکی کېږدي. بلکې هره ورځ د نویو عسکرو د رالېږلو خبرې کوي او نړیوال متحدین ځانته پیدا کوي.

د امریکا د دومره مرستو او سلگونه زره عسکرو سربېره بیا هم طالبان د پرمختگ په حالت کې دي. نن یې په فراه کې د انار درې ولسوالۍ نیولې، د فراه ټولې ولسوالۍ او ښار یې سقوط نه نږدې کړی، د افغانستان پر ۷۲ سلنه خاوره واک لري.
نو ایا امریکا به راتلونکې کې په دغه جگړه کې بریالۍ شي؟

لوی ټکي: امریکا یرغلاوولس کالهد افغانستان جگړهمهمهېواد ریان
مخکینې مطلب

د سیاسي چارو افغان کارپوهان: بې واکه حکومت دې د سولې جعلي کرکټر نه کوي

بل مطلب

په ولسي جرګه کې د پرونۍ شخړې د څيړنې د غوښتنې ترڅنګ د اداري مجلس ټاکنې بیا دوهم پړوا ته لاړې

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټرمپ: ونس له ایران سره د خبرو نوي پړاو کې د امریکایي پلاوي مشري نه کوي- سي ان ان د ونس په مشرۍ پلاوی اسلام آباد ته روان ده

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com