د آلمان د دفاع وزیره په ناڅاپي توګه افغانستان ته رسیدلې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۵ فرید افغان)

د جرمني د دفاع وزیره میرمن «اورزولا فون درلاین» نن د خپلو سرتیرو د لیدنې په خاطر د مزار شریف ښار ته تللې.
له نوموړې سره د خپل هیواد دپارلمان یو شمیر استازي هم ملتیا کوي او غواړي په بلخ کې له نږدې نه د خپلو ځواکونو سره لیده کاته وکړي.

د جرمني د ایتلافي حکومت له جوړیدو وروسته دا د میرمن فون افغانستان ته لومړی سفر دی چې تر دې وړاندې یې د کریسمس په مراسمو کې له افغانستان څخه لیدنه کړې وه.

په دې وروستیو کې د آلمان هیواد په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د زیاتوالي خبر هم ورکړی او تر څنګ یې خپل پوځي ماموریت هم د ۲۰۱۹ کال تر پایه تمدید کړی دی.
فون به د خپلو سرتیرو د زیاتوالي سربیره خپلو ځواکونو ته د مخ پر وړاندې تهدیدونو څیړنه هم وکړي.
د دې هیواد ځواکونه د هیواد په شمال د بلخ په ولایت کې پوځي اډه لري، چې اوس به د نویو ځواکونو د زیاتولو سره
په کندوز او د پروان په بګرام پوځي اډه کې هم میشت شي.

الماني ځواکونو اوس د دې اجازه هم تر لاسه کړې چې په بیړنیو حالاتو او د جرمني مؤسسو د امنیت ساتنې په برخه کې کار وکړي.
المان په افغانستان کې په پوځي او نورو برخو کې ۹،۷ میلیارده یورو لګولي او اټکل کیږي چې تر دې وروسته به یې د ځواکونو لګښتونه په کلنۍ توګه ۳ میلیارده یورو ته ورسیږي.
باید وویل شي چې،په افغان جګړه کې تر اوسه ۵۶ الماني ځواکونه وژل شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button