افغان سوداګر: میاشت کیږي چې مالونه مو دکابل په هوایي ډګر کې بند ولاړ دي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۵ فرید افغان)
د کابل د حامد کرزي په هوایي ډګر کې افغان سوداګر وایي چې مالونه یې له ۳۰ ورځو را په دې خوا بند پاتې او د وړلو اجازه نه ورکول کیږي.
سوداګر وایي چې؛ په مالونو کې یې د نورو شیانو سربیره د وچو تنباکو محصولات هم دي چې حکومت ورته اجازه نه ورکوي.
د مالیې وزارت وایي چې دوی ځکه تنباکو ته اجازه نه ورکوي چې پر محصولاتو یې د سور خط او خطر نښې نه شته چې له قانون څخه څرګنده سرغړونه ده.
خو سوداګر چې شمیر یې تر ۳۰ تنو رسیږي بیا دا خبر ردوي او زیاتوي چې په انګلیسي ژبه یې د خطر علامې او خط درج کړی دی چې په وینا یې د مالیې وزارت په بهانو ورته د مالونو اجازه نه ورکوي.
سوداګرو ګواښ کړی، چې که مالونو ته یې اجازه ور نه کړل شي دوی به پراخ لاریونونه تر سره کړي.



