(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۵ فرید افغان)
د ارګ له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې، د ولسمشر د ویاند محمد هارون چخانسوري د دفتر لپاره نوې مرستیاله ویانده نومول شوې.
به خبرپاڼه کې راغلي چې درانۍ وزیري د ولسمشر د لومړۍ مرستیالې ویاندې په توګه ټاکل شوې او ژر به خپله دنده پیل کړي.
میرمن وزیري په ۲۰۰۷ کې له کابل پوهنتون څخه د شرعیاتو په برخه کې فارغه شوې او د قانون د پلي کولو په برخه کې یې په امریکا کې ماسټري تر لاسه کړې.
نوموړې د امریکا په سفارت، لویه څارنوالي اوګڼو نورو ارګانونو کې دندې ترسره کړې او د افغانستان د مدافع وکیلانو د غړې په توګه هم پاتې شوې .
تر دې وړاندې په یاد پوسټ کې نجیب الله آزاد کار کاو چې د ارګ د مشر انو له خپلمنځي جنجالونو او یو لړ ستونزو له امله د دندې پریښودلو ته اړ شو.
بل پلو د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري تر استعفا وروسته محمد رادمنش نوی سرپرست وياند ټاکل شوی .
رادمنش تر دې وړاندې د دولت وزیري مرستیال و ،چې اوس دهغه پر دنده ګمارل شوی دی.


















