د مخابراتو وزیر او د دفتر رئیس یې لویې څارنوالۍ ته ور پیژندل کیږي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۲۲)

اطلاعاتو ته د لاس رسي د نظارت کمیسیون په خپله ننۍ ناسته کې پریکړه کړې چې د مخابراتو او ټیکنالوژي وزیر باید د څو ناقانونه کړنو له امله لویې څارنوالۍ ته ور وپیژندل شي.

د مخابراتو پر وزیر شهزادګل آریوبي تور دی چې؛ دا وزارت له خبریالانوسره خپل معلومات نه شریکوي ل،له قانون څخه سرغړونه او له تلیفوني شبکو څخه د ۱۰ سلنې ټیکس اخیستل چې ولسي جرګې د رد رایه ورکړې وه نه دی بند کړي.
یاد کمیسیون وایي؛اطلاعاتو ته د لاس رسي مسؤل د مخابراتو وزارت دی خو لاهم په دې وزارت کې د اطلاعاتو څانګه ځانګړی مسؤل نه لري
کمیسیون ویلي د آریوبي د دفتر رئیس اطلاعاتو د لاس رسي له قانون څخه ناخبره شخص دی او د دوی څو مکتوبونو ته یې ځواب نه دی ویلی، نو باید هغه هم څارنوالۍ ته حاضر شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button