(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۲۳)
له غزني څخه راپورونه وایي؛ چې د دې ولایت د خواجه عمري ولسوالۍ مرکز، د امنیې قوماندانۍ او څو پوستې د طالبانو لاسته لویدلې.
سیمیزې سرچینې وایي؛ په دې ډلییز برید کې ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لویدلې او دواړو خواوې مرګ ژوبله لري خو کره شمیره یې نه ده څرګنده.
د غزني یو امنیتي چارواکي د نوم نه اخیستلو په شرط رسنیو ته د ولسوالۍ او شاوخوا پوستو سقوط منلی او ترڅنګ یې ویلي چې په دې بریدونو کې د یادې ولسوالۍ ولسوال علي دوست شمس ، د امنیې قوماندان او د ملي امنیت مدیر په ګډون ټول سرتیري وژل شوي دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، ملګرو یې پردې ولسوالۍ تیره شپه ۲ بجې همهاله بریدونه پیل کړل چې په ترڅ کې یې د ولسوالۍ مرکزي ودانۍ، امنیه قومندانۍ او ۳ مهمي دفاعي پوستې په بشپړه توګه تر واک لاندې راوستې.
مجاهد ویلي چې په دې بریدونو کې یې ۲۰ امنیتي ځواکونه وژلي او ګڼ نور ټپیان دي.
نوموړي د خپلو ۳ ملګرو د وژل کیدو او ۴ د ټپي کیدو پخلی هم کړی.
طالب ویاند په دې بریدونو کې د ګڼ شمیر وسلو او مهماتو د نیولو خبر هم ورکړی دی.


















