(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۲۳) د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي، د پوليسو اووه سوه رينجرې په غير قانوني توګه پخوانيو چارواکو ته ويشل شوي دي.
د افغانستان یک تلوېزيون وايي، د پنځه سوه کسانو داسې ليست يې ترلاسه کړی چې په غير قانوني توګه د پوليسو رينجر موټرې ګرځوي.
یاده سرچينه زياتوي، دغه غير قانوني ويشل شوې رينجرې چې تعداد يې اووه سوه ته رسېږي يو شمير يې د پولیس افسرانو، د رياست جمهوري او اجرائيه رياست کارکوونکو، د امنيت شورا، ملي شورا غړو او ځينو سياسي چارواکو سره دي.
د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک وايي، داسې رينجرې هم ويشل شوي چې په کورنيو چارو وزارت کې يې سيريال نمبر نه دی ثبت شوی زياتوي له کومې ورځې مې چې کار پيل کړی ۲۴۱ رينجر موټرې مې بيرته راټولې کړي دي.
د کورنيو چارو وزرات پخوانيو مرستيالانو او وزيرانو ورته ويلي، دغه رينجر موټران د ولسمشر په امر يادو چارواکو ته د هغوی د امنيت خونديتوب لپاره ورکړل شوي دي.
د برمک په خبره، له دغې رينجرو يو شمير پخواني واليان، ولسوالان او د ولايتي شورا غړي هم ګټه اخلي چې مکتوبونه ورته لېږل شوي او د بېرته ترلاسه کولو هڅې يې روانې دي.
څه موده مخکې د کورنيو چارو وزارت مرستيال مراد علي مراد ويلي و چې دوی ته د ورکړل شويو رينجر موټرو په اړه کره شمېر نه لري نو ځکه ورباندې نړيوالې ټولنې له تېرو درېوو کلونو راهيسې د رنجرو مرسته درولې ده.
رنجر موټر د پوليسو ترڅنګ د ملي اردو د اړتياوو د پوره کولو لپاره دي خو تر دې مخکې، په خواله رسنيو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې پوځي رنجر موټرې د شخصي کارونو لپاره استعمالېږي.
د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، افغانستان ته د يوې رنجر موټرې لګښت تر دېرش زره ډالرو پورې رسېږي.


















