لیکونکی مولوی زاهدالله حقانی
(یَسٌاَلُهُ مَنُ فِی السَّماواتِ والٌارض کُلَّ یَوْمٍ هُوَ فِی شَْانً)
په اسمانونو او ځمکه کې چې هر څوک دي. ټول خپلې اړتیاوې له همغه نه غواړي؛ هره شېبه هغه په نوی شان کې دی.
کله چې سمندر توپاني شي څپې يې راپورته شي او له هرې خوا څخه پرکيښتی راماتې شي، نو دکیښتۍ سپاره خلک چغې کړي چې یاالله،
کله چې کاروان په دښته کې لاره ورکه کړي او کاروانیان دلارې پرموندلو بریالي نشي، نوغږ کړي، چې یاالله!
کله چې انسان له ستونزو او پېښو سره مخ شي او دخلاصون لاره ورته پیدا نه کړي، نو غږ وکړي چي، یاالله!
کله چې دبېوزلو اوسوالګرو پروړاندې ټولې دروازې وتړل شي، غږ وکړي چې،یاالله!
چې تدبیر کار ونه کړي،لارې وتړل شي او ناهیلي رامنځته شي، غږ وکړي چې،یاالله!
کله چې پراخه ځمکه پرچا راتنګه شي او زړه يې خولې ته راشي، غږ وکړي، چې یاالله !
یوازې الله تعالی د دې وړ دی، چې سپېڅلې خبرې، له اخلاص نه ډکې دعاګانې، رښتنينی غږ او پاکې اوښکې ورته پورته کېږي.
په فریاد. چغو او دعاو کې یوازې دهمده نوم پر ژبه وي، زړه یوازې دالله تعالی په یاد ډاډ تر لاسه کوي احساس اوذهن ورسره ارامېږي، عقل بېرته راګرځي او انسان ته دا یقین پیدا کېږي، چې (اللهُ لَطِیفٌ بِعِبَادِهِ) الله تعالی له خپلو بندګانو سره د رحم او کرم چلن کوي..
الله!څومره ښکلی نوم دی، څومره ښکلي توري يې دي، څــومره قيمتي کلمه او رښتينی تعبیر يې دی (هَلْ تَعْلَمُ لَهُ سَمِیّاً) ایا بل څوک د ده هم نامه شته؟ ”
د دې نوم په يادولو سره سملاسي دغناء. بقاء. قوت او نصــرت. عزت. قدرت او حکمت لرونکي ذات تصور ذهن ته راځی (لمن الملک الیوم الله واحدالقهار) په هغه ورځ به څوک د واک څښتن وي؟ الله ”
دالله تعالی دنامه په ويلو سره دنرمۍ، ورکړې، مرستې، مينې او احسان پلوشې راښکاره کېږي.
(وَماَ بِکُمْ من نعمتهٍ فمن الله )
هرڅه چې مو ترلاسه کړي، ټول دالله له لوري دي، دجلال او عظمت څښتن ”
دعرب شاعر په وينا”ستا جلال او سپیڅلتیا به څنګه بیان کړو _ځکه دلغاتو ټولې زېرمې ستا دجلال له تعبیرولو څخه عاجزې دي ”
پروردګاره!خپګان مو په خوښۍ .غــم مو په خوشالۍ او وېره مو په امن بدله کړه.
ای. الله!دزړه اور مو دیقین په یخو اوبو او دنفس سکروټې مو دایمان په خوند یخې کړه. ای. الله. زموږ غم، خپګان او اندېښنې له منځه یوسه، موږ له وېرې او بې زړه توب څخه تاته پناه دروړو، په تا مو ایمان دی، له تا څخه مرسته غواړو، بې شکه چې ته ډېر غـــوره مرستندوی يې .


















