د ثور د ۷مې همدغسې بدلون او د ملت همدغسې غبرګون

آصف الله آصفي
ملت د ظاهرشاهۍ خانۍ له وخته حالات څارل چې بلې خواته روان دي، ځکه چې ظاهرخان د ملت او هیواد د چوپړ پر ځای خپل ټول وخت پر خپلې عیاشۍ، او ساعت تیرۍ تیراوه، کله ناکله به چې پر عیاشۍ موړ نشو نو بیا به له روسانو سره په تماس کې شو، روسانو به مسکو ته وروغوښت، په مسکو کې به کړۍ ورځ د شرابو پر څښلو او د نجونو سره په لهو او لعب بوخت و، روسان چې کله وپوهیدل چې پاچا بې دریغه عیاش دی، نو ځکه یې د افغانستان په خاوره کې د کمونیزم د بنسټ ایښودلو تمه پیدا شوه، روسانو د افغانستان نه زلمی شاګردانو ته تعلیمي برسونه راواستول، شاګردان یې په د مسکو په پوهنتونونو کې وروزل د مسلکي تعلیم په څنګ کې یې پر کمونیستي مفکوره هم متفکر کړل.
بالآخره یې افغانستان ته واستول، او په افغانستان کې یې ورته د کمونیست ګوند د بنسټ ایښودلو هدایت وکړ، مالي مرستې یې ورسره شروع کړې، وخت په وخت به یې هدایات ورکول، په لومړی سر کې یې د لینین او استالین د کمونستو مفکورو کتابونه وراستول، هغه به یې ژباړل او د هیواد په مختلفو سیمو کې به یې خپرول، ځای پر ځای به یې غونډې جوړولې، او د هیواد ځوان کهول به یې په تطمیع کولو سره د کمونیزم لوري ته رابلل او په دې طریقه به یې خپل ملګري ورځ تر بلې اضافه کیدل، همدا راز ورو ورو د کمونیزم دغه جراثیم د ظاهرخان په اجازه او مرسته په دولتي ارګانونو کې ننوتل.
ظاهرخان لا همغسې په خپلې مستۍ کې خُمار غافل او ناخبره ژوند تیراوه، په دې وخت کې داود خان وپوهیدو چې له ظاهرخان نه د حکومت واګي ورځ تر بلې پردی کیږي، او دولتي ځواک یې د شړیدو په حال کې دی، نو ځکه یې پرې کودتاه ترسره کړه او د قدرت واګي یې په خپل لاس کې ونیول، پدې وخت کې روسانو افغاني کمونستانو ته هدایت وکړ چې له فرصت نه په استفادي سره د دولت په ریښو کې نور هم ننوځي او له دواد خان سره هم همغه راز اړیکي جوړې کړي لکه د ظاهرخان سره یې چې جوړې کړې وې، او داود خان هم همغه ډول غافل کړي لکه ظاهرخان یې چې غافل کړی و.
کمونستانو د روسانو په مستقیمه لارښوونه وکړای شول څو داود خان خپل کړی او اسلامي غورځنګ چې د کمونست غورځنګ پر ضد د ملت له توکه را ټوکیدلای وټکوي، داود خان په دریغه ډول ډول د اسلامی نهضت مشران ونیول یو شمیر یې سملاسي اعدام او یو شمیر نور یې د زندانونو تورو تمبو ته ورګوزار کړل.
په دې وخت کې سعودي عربستان حس کړه چې داود خان هم د روسانو په لومه کې ګیر شو، نو د دې لپاره چې وکولای شي داود خان له دغې لومې وباسي، داود خان ته یې سعودی ته د ورتلو بلنه ورکړه، داودخان هم د سعودی بلنه ومنله او سعودی عربستان ته یې سفر وکړ، عمره یې ادا کړه له کعبي یې طوافونه وکړل او د رسول الله ص روضي ته یې هم حاضري ورکړه، د سعودی عربستان دیني عالمانو هم داود خان د روسانو او کمونیزم له خطراتو خبر کړ، د داود خان ماغزه یې ورخلاص کړل، چې کمونیزم الحاد دی او هیڅکله د مسلمانانو دوستان نشي جوړیدلای، د داود خان قناعت حاصل شو، خو کله چې روسانو د دې نه اطلاع حاصله کړه، سملاسي یې خپلو لاسپوڅو خلقیانو او پرچمیانو ته پر داود خان د کودتاه پلان د جوړولو هدایت وکړ، همغه و چې کودتاه صورت ونیو، داود خان هڅه وکړه څو کودتاه ناکامه کړي خو اوبه له ورخه تیرې وې، خلقیانو او پرچمیانو داود خان او د هغه د کورنۍ نږدې ۱۴ غړي په ډیرې بې دردۍ ووژل، چې له جملې نه یې تور سرې زنانه، او تنکي ماشومان هم وو:
د داود خان ۳ ځوان ځامن هر یو:
1. ۴۳کلن عمر
2. دوه غبرګوني ۳۱ځامن هر یو خالد او ویس
3. ۶۱کلنه میرمن زینب چې د ظاهرخان خور وه
4. ۵۴کلنه خور یې عایشه
5. ۱۳ کلنه وریره یې د نعیم خان لور
6. ۳ لوڼې یې هره یوه: ۲۳کلنه زرلښت
7. ۱۳کلنه غزال
8. ۳۸کلنه شینکۍ
9. ۳کلن لمسی یې ویکل چې د ویس ځوی و
10. ۳۱کلنه نږور یې شیما چې د ویس میرمن وه
11. د شیما ۵کلن ځوی حارث
12. او ۶۷کلن ورور یې محمد نعیم خان
په ډیرې بې دردۍ سره ووژل، خو ملت د روسانو د تالي څټو په دې ناروا بدلون سره غبرګون وښود، ملت له اسلامي نهضت سره یو ځای د کمونیزم د مقابلې لپار کلکه ملا وتړله، او تر هغې وجنګیدل چې د کمونیزم ناروا او ظالمانه حکومت یې رانسکور کړ.
د ثور د ۷مې همدغسې بدلون او د ملت همدغسې غبرګون



