په بادغیس کې۲۶ تنه امنیتي ځواکونه د طالبانولیکو ته ورغلي خو په فاریاب کې یې دملکیانو کورونه چور کړي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۹)

د بادغیس ولایت څخه ورکړل شوي راپورونه وایي چې ددې ولایت د قادس ولسوالۍ اړوند دزهریانو په سیمه کې ۲۶ تنه امنیتي منسوبین طالبانو ته تسلیم شوي.
ځایي سرچینې وایی، یاد ځواکونه د طالبانو د سختو بریدونو تر څنګ د هغوی په دعوت او هڅو له خپلو مهماتو سره یوځای طالبانو ته ورغلي.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي د پیښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې “یاد عسکر د ۲قومندانان هریو رئیس ابدال او ګل امین سره له۲۶تنودحقائقو په درک کولوسره داسلامي امارت له مجاهدینوسره یوځای شول“

‏بل پلو دفاریاب ولایت د المار اړوند د چغاتک پر سیمه چې تازه د طالبانو لاسته لویدلې دولتي ځواکونو برید کړی چې د طالبانو له قوي غبرګون سره مخ شوي.
دولتي ځواکونه که څه هم په دې تړاو له څه ویلو ډډه کوي خو طالبانو ویلي چې یاد تعرض یې پر شا تمبولی او دولتي ځواکونو د ولسي خلکو پر کورونو بمبارۍ کړې چې ولسي خلکو ته یې ګڼ مالي زیانونه اړولي.

د دې عملیاتو مشري جنرال نظام الدین قیصاري کوي او دسیمې خلک وایي چې د نوموړي ځواکونو د عملیاتو په لړ کې له جویمت اوخدایمت کلیو دخلکو مالونه چورکړي خو دولتي چارواکو په دې تړاو تر اوسه کوم سپیناوی نه دی کړی

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button