نایجريا کې د سرتيرو بريدونو له کبله ۶۰ کسان وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۱۲) د نایجيريا په اداماواب ولايت کې د دوو سرتيرو بريدونو له کبله شاوخوا ۶۰ کسان وژل شوي او له پنځوسو زيات ټپيان دي.
ځايي سرچينې وايي، يو بريد د موبي ښار په يو مسجد کې شوی او دوهم بريدګر په يوه مارکيټ کې ځان ته چاودنه ورکړې ده.
د ياد ايالت امنيتي مسئولينو په لومړنيو معلوماتو کې وويل، په دواړو پېښو کې شپږويشت کسان وزل شوي او شپږپنځوس نور ټپيان دي.
خو روغتيايي چارواکي وايي، د پېښې له ځای څخه د اووه دېرش کسانو جسدونه او له پنځوسو زيات ټپيان وروړل شوي دي.
سيمه ييزې سرچينې وايي، په دواړو پېښو کې د وژل شويو کسانو شمېر له دې هم زيات دی او چارواکي يې د اوښتو تلفاتو د پټولو هڅې کوي.
تر اوسه د دغې بريد مسئوليت کومې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.
په نایجيريا کې د (بوکوحرام) په نوم ډله وسله وال فعاليتونه کوي چې وخت ناوخت د ځينو بريدونو او چاودنو مسئوليت مني.



