د ټرمپ”لوبه بدلوونکې سټراټيژي“.. پر طالبانو یې کوم ځانګړی اغېز نه دی کړی
نسیم څپاند
د افغانستان لپاره د امریکا د څار ادارې وروستی رپورټ ښيي چې د ډونلډ ټرمپ له زور او شوره ډکو پوځي هڅو طالبان له خپلو سیمو ایسته نه کړل، بلکې د افغانستان پر خاوره یې د طالبانو منګولې تر پخوا زیاتې ټینګې کړې.
دې رپورټ، چې د تیرې دوشنبې په ورځ د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش ادارې (سیګار) لخوا خپور شوی، په افغانستان کې د امریکا پر هڅو، هیلو، زور او شور سړې اوبه توی کړې دي.
سیګار په رپورټ کې ویلي چې د روان زېږدیز کال د جنورې تر پایه، د افغانستان د ولسوالیو ۱۴،۵ سلنه خاوره یا د طالبانو په کنټرول کې ده او یا هم نفوذ پکې لري. د امریکا د نوې سټراټيژۍ د اعلان پر مهال (اګست، ۲۰۱۷) افغان حکومت د خپلې خاورې پر ۵۶ سلنه خاورې بشپړ کنټرول درلود، دا سلنه له پراخو هڅو سره سره، د ۲۰۱۸ز کال د جنوري تر پایه پر همدې ۵۶٪ ولاړه وه.
رپورټ همداراز ښيي چې د افغانستان د نفوس لویه برخه د طالبانو تر کنټرول لاندې راغلې ده – د ۲۰۱۶ز کال په اګست میاشت کې افغانستان د نفوس ۹ سلنه برخه د طالبانو تر لاس لاندې وه، خو د روان کال د جنوري په پای کې، دا سلنه ۱۲ ته پورته شوه.
سیګار همدارنګه زیاته کړې ده چې د تېر کال په دوران کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو شمېر په ناڅاپي ډول راټيټ شوی دی. د رپورټ له مخې، د ۲۰۱۸ کال د جنوري تر پایه د افغان ځواکونو شمېر، چې تېر کال شاوخوا درې لکه او دوه دېرش زره و، دوه لکه او څه باندې ۹۶ زره ته راټیټ شوی. یعني، په یوه کال کې نږدې ۳۶ زره افغان ځواکونه کم شوي دي.
سیګار وایي، د امنیتي ځواکونو له لیکو د سرتېرو وتل، تېښته او درنه مرګ ژوبله د دې کموالي مهم لاملونه دي.
د افغان ځواکونو شمېر داسې مهال راټیټېږي چې د طالبانو د پرلپسې او ستومانوونکو بریدونو، تیښتې او فساد له امله یې مورال او روحیه له منځه تللې.
د سیګار مشر جان سوپکو ویلي، ”د افغان امنیتي ځواکونو په پښو درول او جوړول د د امریکا او زموږ د نړیوالو متحدینو ستر لومړیتوب دی. خو د افغان ځواکونو د ځواک او شمېر کمېدل د اندېښنې وړ خبره ده.“
خو د افغانستان د دفاع وزارت، چې د خپلو سرتېرو د مورال لوړولو په خاطر یې له سیګار او نورو ادارو غوښتي چې د ځواکونو تلفات او ناکامۍ یې پټې وساتل شي، د سیګار دا ادعاوې ردوي.
د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش بي بي سي ته ویلي، دوی په هېواد کې د وسله والو مخالفینو پر ضد جګړې لپاره په کافي اندازه ځواکونه لري.
د سیګار د وروستي رپورټ په پیل کې ویل شوي چې دې ادارې د امریکايي ځواکونو د هغه اقدام په اړه چې له مخې به یې د افغان ځواکونو مهم معلومات پټ ساتل کېږي په کابل کې له امریکايي ځواکونو سره لیدنه وکړه او د معلوماتو د عامه خپراوي په اړه یې خبرې ورسره وکړې.
د سیګار ادارې ویلي چې په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو لخوا په ځواب کې ورته ویل شوي چې مهم معلومات د افغان حکومت په غوښتنه پټ ساتل کېږي. امریکايي قومندانانو ویلي چې د مهمو معلوماتو د نه خپراوي ستونزه د تېر ۲۰۱۷ز کال په اکتوبر کې، د ولسمشر اشرف غني له هغې غوښتنې وروسته پیدا شوه چې له امریکايي ځواکونو یې غوښتي و د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تلفات دې پټ وساتل شي.
بیا د ۲۰۱۷ز کال په ډسمبر میاشت کې، د ملي امنیت سلاکار، حنیف اتمر، امریکايي ځواکونو ته وویل چې د امنيتي ځواکونو د تلفاتو، جلب وجذب، قومندانۍ او کنټرول، روزنې، تجهیزاتو او دا ډول نور مهم معلومات باید پټ وساتل شي.
د سیګار رپورټ داسې مهال خپرېږي چې جګړې ورځ په ورځ زور اخلي، د طالبان، ولسي وګړو، او افغان ځواکونو تلفات په لوړېدو دي. روان کال به یو ځل بیا د ټولو لپاره خونړی وي.
په افغانستان کې د بریدونو زیاتوالی د ټرمپ د ”پوځي حل لارې“ له اعلان وروسته راغلی. د ولسمشرۍ پر څوکۍ تر کښېناستلو وروسته، ټرمپ د خپل پخواني دریځ برعکس، په افغانستان کې له تاوتریخوالي ډکه سټراټیژي اعلان کړه، چې له مخې یې افغانستان ته څو زره نور امریکايي سرتېري راولېږل شول او امریکايي ځواکونو ته یې د هوايي بریدونو ترسره کولو پوره اختیار او واک ورکړ.
افغان حکومت او نړیوال هېوادونه دې سټراټيژي ته ډېر خوشحاله وو. اشرف غني څو ورځې وړاندې د ټرمپ له مرستیال مایک پنس سره په ټیلیفوني خبرو کې دا ”یوه لوبه بدلوونکې سټراټيژي“ وبلله.
د سټراټيژۍ له اعلان وروسته، د افغانستان پر خاوره د بمونو باران پیل شو، چې له امله یې اوس هم هره ورځ ګڼ شمېر افغانانو ته ځاني او مالي زیانونه اوړي، او کورونه یې کنډواله کېږي.
د امریکا د هوايي ځواکونو د قومندانۍ له لوري خپاره شوي ارقام ښيي چې یواځې د روان کال په لومړیو ۴ میاشتو کې تر ۱۲۰۰ زیات بمونه د افغانستان پر خاوره غورځول شوي دي.
د ډونلډ ټرمپ د سټراټیژۍ ټول زور پر دې و چې د نظامي فشار له لارې طالبان ختم کړي، او یا یې د داسې خبرو مېز ته کښېنوي چې د امریکا ګټې پکې خوندي وي. خو له هر څه زور او شور وروسته، دې سټراټیژي تراوسه داسې ګل نه دی زرغون کړی چې پخپله امریکايان دې ورته خوشحال شي – افغانان خو یې له یوې مخې تباه-برباد کړل. د افغانستان ستونزه به هغه وخت حل شي چې د بدبختیو جرړې، بهرني یرغلګر، ووځي، جګړه پرېږدي، او له لیرې، بې له کومې مداخلې، د افغانانو په منځ کې د سولې خپلمنځي خبرو ته وګوري.



