د رابرټ نیلر فتوا او د جکارتا غونډه

 

عزام حقاني

 

د امریکا د سمندري قواو قوماندان جنرال رابرت نیلر ويلي په افغانستان کې د طالبانو ډله مجاهدین نه دي، بلکې د هغه پر وینا په افغانستان کې اصلي مجاهدین افغان او امریکایي سرتیري دي.

د “رابرت نیلر”  له خبرو  څخه موږ  لاندې شیان فهموو:  لومړی:  “نیلر” چې کومه فتوی او څر ګندونې د افغانستان د جګړې په اړه وکړې، دی په خپلو څرګندونو کې زما په اند صادقه ده ځکه که موږ وګورو په افغانستان کې روانه جګړه د کفر او اسلام تر منځ جګړه ده، نیلر د نصراني دین پیرو ده، غواړي خپل دین په افغانانو باندې هم وتپي،  نو دی د خپل دین د احکاماتو په رڼا کې ځان مجاهد او خپله مبارزه مقدسه ګڼي او جانب مقابل ته د کافر او تروریست خطاب کوي.

دویم:  دا حقیقت رابرسیره کوي چې د امریکا لخوا پیل شوې جګړه د هلال او صلیب ترمنځ ده،  دهلال پیروان  د خپلو نصوصو په رڼاکې د امریکایانو په مقابل کې دریدل او مبارزه کول مقدس او سپیڅلی ګڼي،  او دصلیب پیروان د خپلو اصولو په رڼا کې  په افغانستان کې جګړه کول مقدسه او سپیڅلې بولي،  څو د صلیب بیرغ د افغانانو په کورونو ورپوي .

که موږ لږ څه ژور ولاړ شو او ددې جنګ لومړیو حالتو ته نظر وکړو دا به راته معلومه شي چې “نیلر” د خپل اقا د خبرې په تائید فتوی ورکړې ، یعنې په ۲۰۰۱ میلادي کال د اکتوبر د میاشتې په اوومه نیټه چې کله امریکایانو په افغانستان باندي حمله وکړه ، دامریکا دهغه وخت ولسمشر جورج ډبلیو بوش خپله ناولې څیره د ټلویزون پرمخ ښکاره کړه ،  هغه پر افغانستان د امریکا په آند ، د ((War on Terror)) په نامه د جګړې دپیل اعلان وکړ.

یعنې د امریکا سر ټمبه ولسمشر بوش دا جنګ د صلیب جنګ اعلان کړ ، او دصلیب نوم یې د دې جنګ لپاره رسما په نړیواله سطحه اعلان کړ ، او ویې ویل چې نړۍ به یا له موږ سره دریږي او یا د تروریستانو خوا نیسي ،  چې بیا وروسته په نړۍ کې دمسلمانانو د توندو غبرګونو له کبله دې خبرو ته د سهوه او اشتباه نوم ورکړل شو .

حال داچې بوش دا خبرې هسي په تصادفې او نافهمي سره نه وې کړې بلکې مخکې له مخکې یې پلان کړې وې ،  ځکه جورج بوش یو عادي شخص نه وو ، هغه د امریکا ولسمشر او د پخواني ولسمشر بوش زوی ؤ.

چې ټول وخت یې په سیاست کې تیر کړی وو.

دادی  “رابرت نیلر” په بل شکل د بوش پخوانۍ خبره وکړه چې اصلا هدف او غرض د دواړو د خبرو یو شی دی ،  چې هغه د صلیب تر نوم لاندې د مسلمانانو په ضد جګړه کول دي.

له کفر څخه موږ ګیله نه کوو او نه ترې پکار ده چې وه شي ،  ځکه د کفارو کار همداده چې د مسلمانانو په وړاندې به دښمني کوي.

خو هغه کسان په هیڅ ډول د بخښنې لائق نه دي کوم چې ۱۷ کاله یې د همدې کفارو سره یوځای د افغانانو په سرونو ، عزتونواو شعائرو لوبې او مسخرې وکړې ،  او لاهم ښه په درز سره جریان لري .

د همدي خائنانو له ډلې څخه یو هم علماء سؤ او یا علماء شیطان وسلاطین او درباري علماء دي چې کفر ته اسلام او اسلام ته کفر وایې ، روا ته ناروا او ناروا ته روا وایې د څو پیسو او مال په خاطر  په دین باندې تجارت کوي.

امریکایانو د افغانستان د جنګ د ګټلو لپاره له هر راز وسلو ، تکتیکونو ، چلونو  او زورزیاتي څخه کار واخیست خو په دي ونه توانیدل چې د دوی په اصطلاح ترهګر یا تروریستان ختم کړي ، او په افغانستان کې یو داسي نظام جوړ کړي چې په ټوله معنی امریکایې ګټې پکې خوندي کړي ، که څه هم په دې دویم کار کې تر ډیره حده کامیاب شوې ،  خو د طالبانو په ختمولو خپله دماتې او شکست په لور په تیزۍ سره قدمونه اخلي .

نو په همدي بنیاد یې چې د روانې جګړې مشروعیت او تقدس چې د دین او له دین څخه د دفاع په نوم پیل شوې تر پوښښ او سوال لاندي راولې ،  د اندونیزیا په جاکرتا ښار کې د دریو هیوادونو پاکستان ،  اندونیزیا او افغانستان د حکومتي علماؤ ګډه غونډه او کنفرانس جوړوي چې تر څو د افغانستان مشروع جګړه نا مشروع او دهشتګردي او تر هګري اعلان کړې.

ځکه امریکایان  په دې نظر دي چې دا جنګ د دین تر شعار لاندې ده نو باید په وړاندې یې هم دین څخه استفاده وشي.

دامریکایانو په ضد جګړه د اسلام  مبین دین   مقدسه او فرض ګڼلې ،  نو امریکایان غواړي چې له همدې لارې څخه په ګټه اخستنه د ځان په ضد روانه جنګ نامشروع او ناروا اعلان کړې ، ځکه یې د علماؤ په نوم خلک راغونډ کړي څو دا روان جنګ نامشروع او تر هګري وبولي ،  او دا هغه څه دي چې دامریکایې ځواکونو قمندان جنرال جان نیکولسن په دې ورستیو کې وویل چې د طالبانو په ضد به مذهبي فشارونه زیات کړو څو سولي ته راضي او غاړه کیږدي .

ټاکل شوې وه چې یاده غونډه یوه میاشت مخکي ترسره شي، خو د غونډې په تړاو د طالبانو یو سرخلاصی لیک رسنیز شو چې له امله یې یاده غونډه اندونیزیایي چارواکو وځنډوله.

طالبانو په یاد لیک کې له قرآني نصوصو خپله جګړه ثابته کړې وه او له علماؤ یې غوښتي و چې د کفارو په تزویري او تبلیغاتي هڅو دې نه غولیږي او په دې غونډه کې دې له ګډون څخه ډډه وکړي.

 

خو دوی په دې نه دي خبر او یا ځان نه پوه کوې چې کوم کسان موږ د علماؤ په نوم راټول کړي ، دیته افغانان او دنړۍ نور سوچه مسلمانان ایمان پلرونکي او دین تحریفوونکي علماء وایې ،  خبرو او فتوی ته یې هیڅ ارزښت نه ورکوي.

ځکه اسلام مسلمانانو ته داسې لار پرې ایښې ده چې شپه یې د ورځې په څیر روښانه ده ،  نو دلته حق له خلکو نه ورکیږي او نه یې څوک په ډالري فتواوو بدلولی شي.

دا کنفرانس او غونډه به هم لکه پخواني کنفرانسونه او غونډې بې نتېجې پای ته رسیږي .

د امریکا لپاره ښه او عقلمنده لار داده چې حقایق ومني ،  خپل ناروا یرغل ته د پای ټکی کیږدي او خپل فوځونه له افغانستانه وه باسي ، افغانان او د خپلې خوښې نظام جوړول دي سره پریږدي.

 

۱۳۹۷/۲/۱۵

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button