کابل: پلچرخي کې پنځلس سوه زندانيانو د نه خوړو اعتصاب کړی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۱۶) د کابل په پلچرخي زندان کې د اووم بلاک زندانيانو چې شمير تر پنځلس سوو رسېږي د بېلابېلو ستونزو او مشکلاتو له کبله د نه خوړو اعتصاب پيل کړی دی.
د پلچرخي زندان څخه يوې سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، د اووم بلاک زندانيان څو اساسي غوښتنې لري چې بايد چارواکي ورته پاملرنه وکړي.
زندانيان وايي، د ډيرو بنديانو د قيد مودې پوره شوي خو لا هم په زندان کې پراته دي په خبره يې د خوشې کېدلو په بدل کې ورڅخه ډيرې پيسې غوښتل کېږي چې په دې کار کې ورسره د نوموړي بلاک قومندان هم شريک دی.
دوی وايي، د کومو زندانيانو د بند مودې چې د کرزي د دورې پر مهال کمې شوي او بېرته ترې ګرځول شوي باید ورکړل شي.
د زندانيانو په وینا، د دولت له لوري ورکول کېدونکې کاروانې (قطغ) کيفت ډېر کمزوری او بنديانو ته تر رسېدلو پورې څو ځله لاسوهنه کېږي چې بنديانو ته له خپل حق څخه کمه کاروانه ورکول کېږي.
همدارنګه زندانيان وايي، د ناروغو بنديانو روغتيا ته پاملرنه نه کېږي، د تداوۍ امکانات تر وروستۍ کچې کمزوري دي، بلاک او کلينيک ته چې کومه دوا راځي هغه د بلاک د قومندان او ډاکټر له خوا غلا کېږي، وروسته په بنديانو د پیسو په بدل کېږي پلورل کېږي.
دغه راز زندانيان، د اووم بلاک د قومندان له ناوړه کړنو او ظالمانه چلند څخه سر ټکر کوي په وينا يې یا دې د بلاک قومندان بدل او يا هم د بنديانو سره دې چلند ښه کړي.
زندانيان وايي، کله چې د تداوۍ لپاره ډاکټر ته وړل کېږي، ځانګړي کالي ور اغوندل کېږي چې له بدبویي او مرضو ډک وي؛ پر ځای ددې چې د مرض علاج یې وشي په نورو ساري ناروغیو اخته کېږي؛ باید دا کالي بند کړل شي.
اعتصاب کوونکو زندانيانو ويلي، تر هغې به خپل اعتصاب ته دوام ورکړي ترڅو يې چې غوښتنې نه وي منل شوي.
دا لومړی ځل نه دی چې د څرخي پله زندانيان د مسئولينو له ناوړه کړنو او په زندان کې له ډول ډول مشکلاتو څخه شکايت او د ناخوښۍ غږونه پورته کوي، بلکې تر دې مخکې يې هم د خپل حق غوښتنه کړې خو د چارواکو له لوري ورته کومه ځانګړې پاملرنه نه کېږي.



