(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۱۷) د لوګر د امنيې قومندانۍ وياند شاه پور احمدزی وايي، نن سهار شپږ بجې د دغې ولايت په مرکز پل علم کې د نومليکنې يو مرکز په بمونو الوزول شوی دی.
نوموړی وايي، د نومليکنې دغه مرکز په ښوونځي کې و زياتوي چاودنه داسې مهال شوې چې زده کوونکي ښوونځي ته نه وو تللي.
د احمدزي په خبره، په چاودنه کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو د ښوونځي ودانۍ زيانمنه شوې ده.
تېره ورځ د خوست د یعقوبيو ولسواليو په يوه جومات کې چې د نومليکنې مرکز پکې و چاودنه وشوه چې له کبله يې اوولس تنه ووژل شول او له دېرشو زيات ټپيان شول.
تر اوسه د دې دواړو چاودنو مسئوليت چا په غاړه نه دی اخيستی.
طالبانو پرون ويلي و چې د خوست چادونه په دوی پورې اړه نه لري او دا يې د (دښمن د استخباراتي کړيو) کار بللی و.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورخ په خوست کې له چاودنې وروسته ولسمشر غني په يوې اعلاميې ياده چاودنه وغندله او امنیتي ادارو ته يې امر وکړ چې د نومليکنې پروسې امنيت ته دې جدي پام وکړي.


















