کابل ښار شهرنو کې چاودنه وشوه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۱۷) څو شيبې وړاندې د کابل ښار د څلورمې حوزې په مربوطاتو کې چاودنه وشوه.

ويل کېږي، چاودنه په شهرنو کې د وينې ورکولو کمپاين خيمې تر څنګ شوې.

تر اوسه د چاودنې نوعیت او تلفاتو په اړه معلومات نه دي ورکول شوي.

د کابل د امنيې قومندانۍ مطبوعاتي سلاکار حشمت ستانکزی وايي، چاودنه د يوه سرتيري بريدګر له لوري شوې زياتوي چې بريدکوونکي غوښتل د وينې ورکوکولو ځای ته نږدې چاودنه وکړي خو د پوليسو له لوري پېژندل شوی او له هدف مخکې وژل شوی دی.

د ستانکزي په خبره، په چاودنه کې نور چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې يواځې بریدکوونکی وژل شوی دی.

تر اوسه د دغې بريد مسئوليت چا په غاړه نه دی اخيستی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button