(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۱۷)
د ملي یووالي د حکومت مشر نن په کابل کې د سمپویزم په نامه د میرمنو په یوه غونډه کې د دیموکراسي په ترویج د ښځو پر حقوقو او د اساسي قانون په تطبیق ټینګار وکړ او د هغوی پلي کیدل یې وغوښتل.
غني وویل؛ عرض مې دادی که وغواړو چې د تېرو څلوېښتو کلونو جبران وکړو نو باید د ښځو حقونه په مساوي ډول په دواړو سترګو ومنو. د اساسي قانون ارزښتونو ته ژمنتیا ښځو ته د مساوي حقونو له ورکولو پرته نشي عملي کېدای.
نوموړي له خلکو وغوښتل چې خپلو خویندو میندو ته اجازه ورکړي ترڅو په دولتي اداراتو کې له سړیو سره اوګه په اوګه کار وکړي.
هغه وویل؛ دا د منلو نه ده چې افغانې مېرمنې په دوهمه درجه کې راشي او په کورو کې کینول شي.
غني ټینګار وکړ چې اساسي قانون یې د نړۍ په کچه اسلامي قانون دی او هغه دا اجازه ورکوي چې میرمنې دې له سړیو سره ګډکار وکړي چې په خبره یې نوموړی به یې په ټول توان سره عملي کوي.
غني زیاته کړه؛ سیاسي سوله به راشي خو ټولنیزې سولې ته اړتیا ده چې باید خپلې ښځې له کورونو را وباسو او په ټولنه کې یې له سړیو سره ګډ کار کولو ته وهڅوو.
نوموړي همداراز په ولسي جرګه کې د تیرې ورځې د وکیلانو شخړې ته په اشارې سره وویل “پر بوتل ویشتل له سیاست څخه بده استفاده ده.“
غني وویل، دا هم د ښځو د کمرنګه شتون له امله ده چې همدا اوس مو په اقتصاد کې ۲۴۰ میلیونه ډالره زیان کړی دی.
ولسمشر غني وویل؛ “خوله هم کلا ده هم بلا نو ځکه زیاتې خبرې نه کوم خو چې دیموکراسي مو په تمامه معنا پلې کړې نه وي تر هغو به دا هیواد جوړ نه شي .
نوموړي یوځل بیا ټینګار وکړ چې د ولایتي او ولسوالیو د شوراګانو او جمهوري ریاست ټاکنې به خپل وخت ترسره کیږي او د راتلونکي کال د جوزا په لومړۍ نیټه به خپله دنده پریږدي.


















