بغلان: د تاله وبرفک ولسوالۍ له ټولو امنیتي پوستو او قوماندانۍ سره یوځای سقوط وکړ

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۱۸)

د بغلان د ولایتي شورا رئیس وایي چې وسلوالو طالبانو له څو ورځنۍ محاصرې وروسته د تالاوبرفک ولسوالۍ مرګز نیولی.
نوموړي آریانانیوز ته ویلي، طالبانو د ولسوالۍ په نیولو سره یو شمیر امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې او ترڅنګ یې دولسوالۍ ټولې امنیتي پوستې تر کنترول لاندې راوستلې .

خو د دې ولسوالۍ ولسوال اسماعیل برفکي طلوع نیوز ته ویلي چې پر ولسوالۍ باندې نن غرمه ۱۱ بجې بریدونه پیل شوي چې په ۳ ساعتونو کې طالبانو ونیوله.

طالبانو د ولسوالۍ نیول منلي او په یوه خبرپاڼه کې یې ادعا کړې چې نن مازدیګر څه کم ۴:۰۰ یې یاده ولسوالۍ له ټولو امنیتي پوستو سره یوځای نیولې.
طالبانو ویلي چې په دې بریدونو کې یې ګڼو امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې چې د ځینو جسدونه په سیمه کې پاتې دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button