اسراییلي اشپز د جاپان لومړي وزیر ته چاکلېټ په بوټونو کې ورکړي

د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په مېلمستیا کې د جاپان لومړي وزیر ته خواږه شیان په بوټ کې ايښودل شوي وو.
د جاپان لومړی وزیر شینزو ابې او د هغه مېرمن د می میاشتې په لومړۍ نېټه اسراییلو ته په سفر تللي وو او د نتنیاهو او د هغه د مېرمنې له خوا یې هرکلی شوی و.
د ماښام له ډوډۍ خوړلو وروسته، مشهور اسراییلي اشپز، سیګیو موشې، شېریني له فلزاتو په جوړو شویو بوټونو کې پر مېز کېښودل. ویل کېږي چې د جاپان لومړي وزیر شینزو ابې له زړه نازړه کېدو پرته، په بوټونو کې ایښودل شوې شېریني او خواږه وخوړل.
خو اوس نورو جاپاني ډيپلوماټانو د اسراییلیانو پر دې کار نیوکې کړې دي.

یو تن اسراییلي ډيپلوماټ، چې زیاته موده یې په جاپان کې تېره کړې ده، اسراییلۍ ورځپاڼې، یدیوت احرانوت، ته ویلي چې ”دا یوه ډېره احمقانه پرېکړه او کار دی.“
نوموړی وايي، ”په جاپاني کلتور کې تر بوټونو بل بدمرغه او خوسا څیز نشته. جاپانیان یواځې په خپلو کورونو کې نه، بلکې دفترونو ته د ننوتلو پر مهال هم بوټونه له پښو باسي.“
د یاد ډیپلوماټ په خبره، ”دا داسې ده لکه یوه یهودي مېلمه ته چې په خنزیر-ډوله لوښي کې خوراک کښېښودل شي.“
یوه بل جاپاني ډیپلوماټ ویلي، ”په هیڅ کلتور کې هم بوټونه پر مېز نه ایښودل کېږي. د اشپز زړه څه غوښتل؟ که دا ټوکه وي، نو پر موږ ښه نه ده لګېدلې. موږ له خپل لومړي وزیر سره پر دې شوې بداخلاقۍ خفه یو.“



