(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۱۷) د افغانستان د مهاجرينو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، هغه کډوال چې په وروستيو کلونو کې هېواد ته راستانه شوي و دېرش سلنو يې بېرته هېواد پرېښی دی.
د مهاجرينو وزارت وزير سید حسين عالمي بلخي نن په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل، د تېرو پنځو کلونو په موده کې نږدې دوه ميليونه مهاجر له بهرنيو هېوادونو راستانه شوي دي.
نوموړی وايي، له يادې شمېرې په هرو درې کسانو کې چې هېواد ته ستانه شوي يو کس بيرته بيا هېواد پرېښی نو ويلی شو چې درې سلنه خلکو يوځل بيا هېواد پرېښودو ته مخه کړې ده.
د بلخي په خبره، په تېرو پنځو کلونو کې له يولک زياتو افغانانو په اروپايي هېوادونو کې د پناه غوښتنه کړې ده.
هغه وويل، په هېواد کې بيکاري، فقر، نا امني او جګړې هغه لاملونه دي چې په دومره زيات شمېر کې افغانان يې هېواد پرېښودو ته اړ کړي دي.
دغه راز نوموړي په هېواد کې د کډوالۍ په اړه وويل: په تېرو پنځو کلونو کې په پنځلس ولايتونو کې يو ميليون اووه سوه اته ويشت زره او يوسل پنځه اویا تنه د داخلي جګړو له کبله بې ځايه شوي زياتوي په دغو ولايتونو کې له يو ميليون څخه زيات کسان خپلو کورونو ته بېرته ستانه شوي دي.
















