
د لیبرلزم او سیکولرزم موخې
نعمان منلی
شپې ورځې اوړي، مارکسيزم ولويد، کمونیزم ختم شو، قومپرستي رسوا شوه او نور باطل شعارونه بربنډ شول. دا خبرې زړې او له کاره ولویدلې اوس په نورو مخونو له نیو شعارونو سره راښکاره شول او هغه لیبرلزم او سیکولرزم دي، لیبرلزم دا مطلب چې هر څه دې زړه غواړي هغه کوه او د روا او ناروا کیسه کې مه اوسه.
دا نوی بغاوت دی او زیات جذاب دی، دوی داسې ښیي ستا ټول جذبات او شهوات ترسره کړي. اصلاً ستا په فکر کې نه دي د دوی آرموخه دین له ژونده ایستل او له کاره غورځول دي. د دې لاري وسایل یې ډمان او ډمګیري ده، سینما او فلمونه دي، کنسرتونه او نڅا ځایونه دي، شراب او شرابخوني دي او د ښځو د حقوقو په نوم لوڅې لغړې ښځې دي.
د دې بې رحمه حملې لپاره، د دې بې سرواښي فحاشي او ګمراهي لپاره یې سیکولرزم او العلمانیة د فلسفي سرپوښ په توګه رامخته کړی دی، لکه پخوا به چې بد مستو شاهانو ویل: د کسری کارونه کسری ته پریږده او د الله، الله ته پریږده.
د دوی موخه دا ده چې جومات د الله ده، هلته لمنځونه او عبادتونه کوه چې څومره او څنګه دې خوښه وي، خو بهر لار او کوڅه زموږ ده، سیاست او دولت زموږ ده او د ژوند ټول نظام زموږ دی، دې کې د الله کار نشته، دې کې د الله روا او ناروا نه چلیږي. والعیاذ بالله تعالی
ځکه خو سیکولرزم د جګړې ټول زور سیاسي اسلام ته متوجه کړی دی، او هر څوک چې د اسلامي نظام خبره کوي هغه د دوی لومړی او وروستی هدف دی، دا د جومات د عبادت خبره هم د عامو مسلمانانو لپاره کوي، کله چې سیکولر فکره بریالي شي، خدای مه کړه، دا جوماتونه به هم په میوزمونو او بارونو بدلوي. او دا د سیکولرزم موخې دي.



