ليکنه : الیاس تکل
“عفو”
عفو عربي لفظ دی، په معنا د بښنې سره او په پښتو ژبه کې ورنه په عفوې سره هم تعبیر کېږي،
عفوه مجرمانو ته کېږي، بعضې انسانان صرف د الله ﷻ په وړاندې مجرمان وي، او بعضې د الله ﷻ په وړاندې هم او د نورو انسانانو په وړاندې هم،
کوم انسانان چې صرف د الله ﷻ په وړاندې مجرمان وی نو دا بیا له الله ﷻ څخه عفوه غواړي بیا اللهﷻ عفو ورته وکړی خو په دې شرط چې دا کړی جرم به بیا نه تکراروي.
او کوم انسانان چې د الله ﷻ په وړاندې هم مجرمان وي او د نورو انسانانو په وړاندې هم، نو هغوی ته هم عفوه کېږي، مطلب انسانان هم ورته عفوه کوي او الله ﷻ هم ورته عفوه کوي
دا چې افغان ځواکونه د افغان ملت او د طالب په وړاندې د جګړې په جرم تورن او مجرمان دي، نو طالبانو هم ورته د کړي جرم بښنه وکړه، د عفوې اعلان یې ورته وکړ، خو په یو څو شرائطو چې یو د اهمو شرائطونه یې دا وه چې افغان ځواکونه به د امریکایي اشلغالګرو او د هغوی د خارجي ایتلافیانو له دفاع څخه لاس په سر کېږي؛ د هغوی د فاسد، فاسق، او فاجر ، نظام دفاع به پریږدي.
اوس دلته دوه پوښتنې مطرح کیږي!
۱ـ پوښتنه د عفوې پیغام څه په ډاګه کړل؟
د عفوې پیغام خو ډیر څه په ډاګه کړل او لا به نور هم ډیر څه په ډاګه کړي، خو زه به دا ووایم چې درې غټې ګټې یې په ډاګه او واضحې کړي، یوه ګټه یې افغان ملت ته، بله طالب ته او بله افغان ځواکونو ته:
① افغان ملت ته یې ګټه! زموږ مظلوم ملت زیات کړېدلی او زورېدلی دی دوی دنورو خلکو نه نسبتا زیات دسولې تږي او وږي دي تل یې هڅه او کوشش کړی چې دواړه لوري د سولې میز ته راکش کړي ترڅو سوله وشی او افغانان نور د امن او سوکالۍ ژوند ته ادامه ورکړي خو بد بختانه چې وطن کې مو پردي استخبارات نه غواړي چې سوله وشي ، نو بیا هم له اللهﷻ نه امید لرو چې دا امید مو په عمل بدل شي، او دعفوې له اعلان نه څه ناڅه دسولې بوي را ځي کیدای شي چې د افغان ملت مو دا ولږه او تنده ماته شي؛
② طالب ته یې ګټه دا وه چې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې وویل چې «وړمه شپه د اجرستان ولسوالۍ په مرکز د جګړې له پیل مخکې طالبانو د ولسوالۍ په مرکز او امنیه قومندانۍ کې مېشتو عسکرو ته د اسلامي امارت هغه د عفوې پیغام ور واوروه چې طالب مشر تابه څو ورځې وړاندې نشر کړی وه» ، طالب ویاند زیاته کړل چې د سیمې نه یو جنګیالي طالب قومندان ته په خبرو کې وویل، چې کله افغان ځواکونو دا پیغام واورېدو له لږ ځنډ وروسته زیات شمېر عسکر تسلیم شول، او ویاند ذبیح الله مجاهد په خبروکې دا هم وویل،چې ولسوالۍ پرته له جګړې او مقاومته فتح شوه.
نو دا چې د عفوې د اعلان اولې شېبې دومره ګرمې دي نو کیدای شي، چې نور هم زور واخلي.
③ افغان ځواکونو ته یې ګټه دا ده چې د دوی خوږ ژوند به وژغورل شي، اولادونه به یې له یتیمتوبه او بې سرپرستۍ وژغورل شي ،کورنۍ به یې له ویر او ماتم نه وژغورل شي، نو کوم سرتیری چې په دې نېکه لاره قدم کېږدي،، زیات شمېر دنیایي او اخروي ګټې به ورپه برخه شي،
۲ـ پوښتنه دلته دا ده، چې طالب مشر تابه ولې افغان ځواکونو ته د عفوې اعلان وکړ؟
طالبانو نه یواځې نن، بلکې د امریکا له اشغال سره سم یې ویلي وه چې زموږ د جګړې هدف صرف امریکایي اشغالګر او د هغوی بهرني ایتلافیان دي، دا چې امریکا او دهغوی ایتلافیانو په جګړه کې ماته وخوړه د جګړې له میدان یې پښې سپکې کړي نو افغان ځواکونه یې د خپل ځان لپاره سپر وګرځول او دوی یې په جنګ کې ښکېل کړل،
طالب ویاند وایي: افغان ځواکونو چې د طالب هدف ګرځي هغه ځکه چې دوی د بهرنیو یرغلګرو او د هغوی په لاس جوړ شوي فاسد رژیم دفاع کوي، نو ځکه په دې جګړه کې افغان ځواکونو ته زیات يو شمېر تلفات ور اوړي، نو طالب مشرتابه د انساني او اسلامي همدردۍ له مخې د عفوې اعلان وکړ.
هېره دې نه وي چې طالب مشر تابه څو ځله مخکې هم زیات شمېر عسکر چې ياده تګلاره يې غوره کړې وه د اختر د خوشحالیو په مناسبت خوشې کړل.

















