غزني: د اجرستان ولسوالۍ ۳۳ عسکر طالبانو ژوندي نيولي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۳۱) له تېرو څو ورځو راهيسې د غزني ولايت په اجرستان ولسوالۍ د طالبانو له لوري بریدونه او عمليات روان و چې تېره ورځ د يادې ولسوالۍ د سقوط راپورونه ورکول شول.

وړمه ورځ د اجرستان ولسوال حمدالله رسنيو ته ويلي و چې د مرستې د نه رسېدلو پر وخت به طالبانو ته تسليم شي.

په داسې حال کې چې پرون غرمه د اجرستان ولسوالۍ د سقوط راپورونه ورکول شول او طالبانو هم د يادې ولسوالۍ د نيولو پخلی وکړ.

ک څه هم له وړم ماذيګر راهيسې د اجرستان ولسوال له رسنيو سره خبرې نه دي کړي او امنيه قومندان يې له څو ساتونکو سره سيمه پرېښې ده.

تازه د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي د اجرستان ولسوالۍ د نيولو وروستي جزيات خپاره کړي چې وايي پر ولسوالۍ د جګړې پر مهال ۳۴ عسکر وژل شوي خو د غزني سیمه ییز چارواکي وايي، د څلورو ورځو په جګړو کې تر شلو پورې عسکر وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي.

نوموړي ويلي، د ولسوالۍ ۳۳ عسکر طالبانو ژوندي نيولي دي زياتوي چې ۲۱ عسکر يې د جګړې په ترڅ کې نيول شوي او ۱۲ تنه نور تسليم شوي دي.

د احمدي په خبره د يادې جګړې په پايله کې طالبانو په زياته اندازه سپکې او درنې وسلې، مهمات او نظامي توکي هم نيولي دي.

که څه هم تازه د ۲۰۳ تندر قول اردو د عملياتو امر ډګرمن پوپل وارد وايي، چې د اجرستان ولسوالۍ يې په بشپړه توګه نيولې، عمليات روان دي او تر دې دمه لس طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

خو طالب وياند قاري يوسف احمدي د چارواکو ادعا ردوي وايي، په ياده سيمه کې حالات عادي او کوم بدلون نه دی راغلی زياتوي چې ” ته د تلفاتو اړولو په اړه راپورونه حقیقت نه لري”.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button